هیڅکله له خپلو ښځو سره دغه ټوکي او مسخري مه کوی ځکه چي - Mohllat                      

هیڅکله له خپلو ښځو سره دغه ټوکي او مسخري مه کوی ځکه چي

که غواړئ له خپلې مېرمنې سره تل خوشحاله ژوند وکړئ د دوی تر مخ د بلې ښځې په اړه نظر مه ورکوئ يا لږ تر لږه صفت يې مه کوئ. اړينه ده چې د دښځو احساسات درک کړئ.او پوه شی کی هغوی پری خپه کیږی
ځينې خلک بيا د بل له ځورولو خوند اخلي، دوی په خپله مېرمن ټوکې کوي او آن هغه مسخره کوي چې په دې ډول هم د خپلې مېرمن زړه ماتیږی اوخپه کیږی هم هغوی د کمتري احساس کوی
هغه کسان چې د ښې راتلونکې هيله او ارمان او له خپلې مېرمنې سره مينه لري بايد په ياد دغو ټکو ته پام وکړی چې د طلاق او ورته نورې هغه کليمې چې مانا يې جدايي وي په ټوکه کې ونه کړي.
پام مو وی چې که مېرمن ته په ټوکه او شوخی کی هم وواياست چې نالایقه يا تنبله ده هغه يې جدي نيسي او کلکه پرې خپه کيږي.
بل واده کوم: اکثره کسان خپله مېرمن په دې خبرو هم ځوروي چې يوه بله مېرمن مې کړې وای، بله مېرمن کوم، يو بلې مېرمنې ته مې اړتيا ده، دا ځل باسواده او ښایسته ښځې سره واده کوم… دغه خبرې که د ټوکې په خاطر هم وي دمېرمن زړه یی ماتیږی اود زغم وس یی نه لري، پرې خپه کيږي او تاسې سره یې مينه وار په وار کميږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *