نازیه اقبال: پاکستان کې مشکلات زيات و، د شپې په ۱۲ بجو به زنګ راغی او غوښتل به یې
د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې نازیه اقبال چې اوس مهال په لندن کې ژوند کوي په پاکستان کې د اوسېدو په مهال د خپلې زندګۍ له مشکلاتو څخه پرده پورته کړې ده.
نوموړې په یوه مرکه کې ويلي دي چې په پاکستان کې د هنرمندانو ژوند نه خوندي و او نه درناوی ورته کېدو، وايي د شپې په ۱۲ بجو به هم سندرغاړو ته زنګ راته چې ورشي سندرې وايي او نڅا وکړي.
دا زیاتوي چې هلته زیات بدمعاشان او خانان خلک و، هغوی به شپې ورځې د چا مشکل او بل څه نه کتل، په نيمه شپه به یې زنګ وکړ چې راشی سندرې ووايی.
سندرغاړې يا کومو ښځو چې نڅاګرې وې او نڅا یې کوله مجبورې وې چې ورشي او دې کسانو ته سندرې ووايي نڅا وکړي که به ورنغلل نو ورپسې رابه غلل او هغه سندرغاړې او نڅاګره به یې وو. يشته.