نارينو د جن+سي غړي نارمل اندازه څومره وي؟
ډېری نارینه، خپل جنس ی غړی کوچنی ګڼي، له همدې امله په جنس ی اړیکو کې له ستونزو سره مخ وي همدارنګه د جن سی غړي د کوچنیوالی وېرې، له ډېری ځوانانو نه د واده او جن سی اړیکو جرأت اخیستی دی او ډېری یې بیا د جن سی غړي له لنډوالي او کوچنیوالي او یو شمېر یې بیا له دې دواړو ستونزو سر ټکوي په دې اړوند نور مالومات په دې لیکنه کې ولولئ.
په ټولنيزو رسنیو او نورو تبغلياتو کې په پرلپسې ډول د نارینه جن سی غړي د لويوالي لپاره اعلانونه نشريږي، دغه تبليغات دوه اړخونه لري يو يې درمل او بل کریمونه دي.
پوښتنه: آيا دا ټول تبليغات دروغ دي؟
ځواب: هو، تناس-لې آله له بلوغ واړندې لويږي او د عمر تر پايه پورې په خپل ځای ثابت پاتې کيږي او له بلوغ وروسته هېڅ درمل پر هغې اثر نه کوي. تناس-لې آلې ته د حجم ورکونکو موادو او کریمونو ورکول، د سرطان د رامنځ ته کېدو لامل کيږي او هېڅ کله بايد ونه کارول شي.
د جن سی غړي د پلنوالي او لويوالي لپاره د ژل کارول: په تناس-لې آله باندې د کريمو او ټپونو لګول ددې لامل کيږي، چې د آلې حس له منځه لاړ شي. په تناس-لې آله د ژلو او کريمو وهل ستونزې رامنځ ته کوي او له علمي نظره يې د کارولو سپارښتنه نه کېږي.
پوښتنه: آيا د ورځنيو ورزشي تمرينونو او غزونو سره کېدای شي آله اوږده شي؟ ځواب: نه، د تناس-لي آلې سلنډرونه د بلوغ تر وخته وده کوي او له هغې وروسته يې وده دريږي، نو د ورزشي او نورو حرکاتو په ترسره کولو سره يې اوږدوالی ناممکن دی. پوښتنه: په طبيعي ډول د نارينه تناس-لې آله څومره وي؟
هغه کسان چې د جن سی اړيکو په وخت کې يې تناسلې آله ۹ سانتي وي دې ته اړتيا نشته چې اندېښنه ولري، کولای شي بريالۍ جن-سې اړيکه ولري. هر څومره چې د نارينه تناس لې آله لويه وي، په هماغه آندازه به د ښځو لپاره په اړيکو کې د زيات درد لامل کيږي.
پوښتنه: د نارينه د غړي د مختلفو ډولونو علت څه دی؟ ځواب: بېلابېلا لاملونه شته، چې له دې ډلې څخه چاپېريال، سالمه تغذيه، هورموني سيستم او ناپېژندل شوي عوامل د تناس-لې آلې په جوړښت کې مهم رول لري.
د تناس-لې آلې اندازه د خلکو د قدونو په څېر، توپير لري نو بايد: ۱- هيڅوک بايد له نورو سره ځان پرتله نه کړي. ۲- د خپل غړي د کوچنيوالي څخه د ځينو ځوانانو د اندېښنې او شک لامل، د لوڅو فلمونو ليدل دي، چې دغه فلمونه ډيری تجارتي او ساختګي دي نو بايد ځان له هغوی سره پرتله نه کړي.
۳- ځینې کسانو کې د وزن د زياتوالي له امله د تناس-لې آلې شاوخوا راټوليږي، چې له امله يې تناس-لې آله وړه ښکاري. نو که چېرې وزن کم شي تناس-لې آله خپله ځان ښکاره کوي او د اندېښنې وړ کومه خبره نه ده.