ليکنې

ميرمنې دکوروالي څخه دخوند اخيستلو لپاره د نارينو څخه دا څو هيلې لري او

ښځينه غواړي چې د کوروالي یا جماع په مهال يې خاوند بېړه ونکړي ، بلکې په آرامۍ سره د هغوی ټول بدن کشف کړي ، او يو با معنی اړيکه چې پکې د مينې فوق العاده شېبې او خاطرې رامنځته شي . له همدې کبله د زیات خوند او ښه کوروالي لپاره ښځې حتی په ښکاره د خپلو خاوندانو څخه دا هيله کوي چې عجله ونکړي .

څنګه چې يو نارينه غواړي د چارې پر مهال یې د مېرمنې خبرې او غږ واوري همدا ډول ښځينه هم غواړي د ګډې چارې په مهال د خپل نارينه آواز او خبرې واوري . دا په ښځينه ډېر ښه لګیږي چې وويني خاوند یې دوی ته څومره زيات وږی دی ، څومره زیات ددوی څخه د یو ځای‌ والي څخه خوند اخلي .

د واده څخه څه موده وروسته د ښځې او خاوند دواړو لپاره د کوروالي يو ډول توب خسته کن کېږي ، له همدې کبله د په زړه پوری کوروالي لپاره پکار ده چې ځای ته تغیر ورکړل شي که بل اطاق ته لاسرسی نه وي د موجود اطاق بڼه تغير شي همدارنګه د کوروالي شکل بدل شي .

په کوروالي یا جِماع کې د ښځو لپاره اِحساسات ډېر زيات مهم دي . هغه صمیمیت چې په دې شېبو کې رامنځته کې فوق العاده دی . له همدې کبله په دې وخت کې د خپلې مېرمنې په سترګو کې سترګې اچول ددواړو ترمنځ مينه محبت په فوق العاده ډول زياتوي او زياتې ښځې ددې توقع هم لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *