هغه ۵ سببونه چې په پايله کې یې نارينه د کوروالي څخه سړېږي
نارينه له نجونو دغه ۵ تمې لرينجونې تل دا فکر کوي چې نارينه تل د کوروالي لپاره تيار ولاړ وي خو دا سمه نه ده، که څه هم مجردان به په دې خبره اعتراض لري خو حقیقت بل څه دی، په ځينو حالتونو کې نارينه هم د کوروالي څخه سړېږي او زړه يې نه کېږي چې د کوروالي اړیکې ټينګې کړي، که غواړی چې خپل خاوند خوشحاله کړی په دې بايد پوه شی چې د خاوند مو څه، څه وخت خوښېږي.
په دې ليکنه کې مو د نارينه د سوړ والي د سببونو په هکله درته نوي معلومات راټول کړي چې تاسې یې لوستلو ته رابولو.
لومړیاحساساتي ستونزې، نجونې ډېر وخت فکر کوي چې دوی ډېرې احساساتي او حساسې دي او نارينه بيا ددوی په شان حساس نه دي، نجونې فکر کوي چې نارينه صرف تخت ته شي نو ټولې ستونزې یې هېرې شي، خو حقيقت دادی چې نارينه د ورځنیو ستونزو څخه په کافي ډول اغیزمن کېږي او دا یې د کوروالي په شوق هم تاثیر کوي.
په پرلپسې ډول کورنۍ ستونزې ددې سبب کېږي چې نارينه په اندېښنو کې ډوب شي، څېړنې ښيي چې ډېرې اندېښنې د نارينه و د جنس يت هورمون کموي او د کوروالي شوق يې لږوي.دوهم
د نجونو ډېر شرم، په ځينو ټولنو کې ښځينه د نارينه و په پرتله ډېرې زياتې شرمناکې وي، دوی له دې وېرېږي چې د کوروالي په وخت کې فعاليت وکړي او هغه کارونه ترسره کړي چې نارينه يې ترسره کوي، دوی فکر کوي که دا ډول کار وکړي نو خاوند به يې فکر وکړي چې دوی تجربه لري او یا دوی بېخي حرکت ونکړي بيا د نارينه و د کوروالي شوق کموي، نارينه غواړي چې خپله مېرمن یې په تخت کې ورسره فعاله وي، ځينې ښځينه بيا د شرم سره سره په دې هکله چندان پوهه نلري، نو دا کار نارينه و ته پاتې دی چې د ښځينه و سره په لومړيو کې مرسته وکړي او هغوی ته په دې هکله يو څه پوهه او معلومات ورکړي.دريم
ډېری نارينه دا وېره لري هسې نه چې خپله مېرمن راضي نشي کړی، هسې نه مېرمن یې دی خوښ نکري، له همدې کبله د نارينه و سره دا ډار او سترېس موجود وي چې هسې نه ښځه يې انز-ال نشي کړی او په دې اړيکه کې ناکام نشي.څلورم
نارينه هم د نجونو غوندې د کوروالي په ژوند کې پاکوالي ته ارزښت ورکوي، د کوروالي د اړيکې په جريان کې ناوړه بويونه ددې سبب کېدی شي چې نارينه د کوروالي څخه سوړ کړي، هغه نارينه چې پاک والي ته ارزښت ورکوي د ناپاکه ښځینه و د کوروالي د اړيکو څخه خوند نشي اخيستلای، همدا ډول هغه ښځینه چې خپل پاک والي ته پام نه کوي د خپل مېړه هغه پخوانۍ علاقه او جوش له لاسه ورکوي.پينځم
د ښځينه چوپ پاتې کېدل، د کوروالي د اړيکې په وخت کې نارينه له هغه ډول ښځينو څخه بد وړي او زر ورڅخه مړېږي چې د کوروالي په وخت کې خاموشې وي، هغه نجونې چې په تخت کې خپل خاوند ډول ډول غږونه، خندا او داسې غږونه وباسي چې خپل خاوند نور هم وپاروي د نارينه و د زړه ملکې دي.