دښځينو دخوښي کوروالى تياره کي دى که رڼا کي؟
د يوې فرانسوۍ ډاکټرې له نظره په جن سي اړيکه کې ترټولو مهم ۵ کارونه
د کوروالي په مسله کې ډېر واړه شيان هم لوی تاثير لري، په دې ليکنه کې موږ د رڼا او تیارې مسلې سپړلې ده، د کوروالي په جريان کې ځینې کسان دا خوښوي چې ګروپ ګل کړي ځینې بيا ګروپ روښانه پرېږدي، نارينه تر ډېره ددې طرفدار وي چې ګروپ روښانه وي خو ډېری ښځينه بيا غواړي ګروپ ګل کړي.
دا چې ډېری ښځينه ولې غواړي د کوروالي په وخت کې ګروپ ګل يا خاموش کړي مختلف سببونه لري؛ځينې ښځینه شرمېږي او د خپل شرم په وجه غواړي ګروپ ګل کړي او په دې ډول د خاوند سره راحت دا اړیکه ټينګه کړي.
ځينې ښځینه بيا پخپل بدن باور نلري، ددوی بدن دوی ته ښه نه ښکاري فکر کوي خاوند به يې بدن ډېر خوښ نکړي نو ځکه دوی هڅه کوي د کوروالي په وخت کې ګروپ ګل کړي.
په تیاره کې د بوی کولو، لمس کولو او ذايقې حس ډېر قوي وي، په تياره کې د خپلې مېرمنې بدن لمس کول د رڼا د لمس کولو څخه ډېر خوند لرونکی او تحریک کوونکی وي، ډېری کسان دا کار صرف د خوند لپاره کوي چې ګروپ ګل کړي.
يوه بله ډله ښځینه بيا نه د شرم له کبله دا کار کوي او نه ددې کبله چې پخپل بدن شرمېږي، بلکې دوی غواړي د کوروالي په وخت نوره نړۍ تياره کړي، هغه ټول اضافي شيان ټول خاموش او لرې کړي چې ددوی پام او توجو کموي، دوی غواړي هرڅه هېر کړي هرڅه خاموش کړي د خپل خاوند سره يوازې او يوازې شي او يو په بل کې ويلې شي.
دا ډول ښځينه د خوند لپاره ترټولو ښې مناسبې دي، دوی د ج-س ژوند په جوهر پوهې دي، دوی د کوروالي په وخت کې هرڅه هېرول غواړي، دوی غواړي وخت ودرېږي، نور ټول بې ځایه تشریحات له منځه لاړ شي او دوی د خپل خاوند سره د روح تر کچې نېږدې شي.
نارينه هم د ګروپ د خاموش کولو په هکله مختلف فکرونه لري، ځينې نارينه غواړي چې ګروپ ګل کړي، ددې ډول نارينه شمېر ډېر کم دی، دوی ډېر کله دا کار ددې لپاره کوي چې مېرمن يې راحت وي.
ځينې نارينه بيا ځکه ددې پلوي دي چې ګروپ روښانه وي چې غواړي د کوروالي په وخت کې د خپلې مېرمنې بدن وګوري، غواړي د کوروالي ټول جریان وويني، دوی علاقه لري د کوروالي په جريان کې خپل او د خپلې مېرمنې حرکات وويني او له دې څخه خوند اخلي