کنډوم باید د کارولو پر مهال په تېلو غوړ نشي؛ بلکې باید - Mohllat                      

کنډوم باید د کارولو پر مهال په تېلو غوړ نشي؛ بلکې باید

هغه کسان چې د لیټیکس الرجي، یعنې هغه الرجي چې د پلاستیکي شیانو لکه بارمصرفه پلاستیکي دستکشې، توپ، بنداژ، کانډوم او نورو سره حساسیت، ولري؛ کېدای شي منظم کنډوم و نشي کارولی.
نو د دوی بدیل به د پولي اوریتان کنډومونو کارول وي چې دا له یو ډول کیمیایي موادو (پولي اوریتان) څخه جوړ دي چې له دې موادو څخه د پلاستیکونو او پلاستیکي شیانو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي، او همداشان کېدای شي دوی د حیواناتو د مثانې او د کولمو له پوټکو څخه جوړ کانډوم وکاروي، چې دا د عادي کنډومونو په پرتله خورا ګران او نازک دي.
د جماع په وخت کې د حساسیت لرل د هغو جوړو لپاره یوه عامه اندېښنه ده چې د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره کنډوم کاروي. ځینې ​​جوړې ادعا کوي چې د جن سي اړیکو پرمهال د لیټیکس کانډمونه د دانکو یا اغزو د لرلو له امله د خوښۍ او خوند سبب کیږي.
کنډومونه باید د کارولو پر مهال په تېلو غوړ نشي؛ بلکې باید په اوبو لوند شي. پر تیلو د کانډوم غوړول ممکن د کنډوم د لیټیکس موادو د انحطاط لامل شي او کنډوم ممکن د خوندورې او زوروې جماع په وخت کې پرې شي.
د غوولو په وخت کې کیدای شي کنډوم پرې شي او د ناغوښتل شوي امیندوارۍ سبب شي. د کانډوم بل د ضعف ټکی دا دی چې که تاسو په تناسلي آله استعمال کړ؛ نو تاسو باید سمدلاسه ننباسل وکړئ، چې دا د پارولو او یو څه د صبر کولو او لاس وهلو څخه او له وړاندې خوند اخیستلو څخه تاسو راګرځوي؛ چې داسې باید ونشي.
همدا شان د انز-ال وروسته، نارینه باید د غڼ له جنګړېدلو او کږېدلو مخکې کانډوم زر وباسي، ترڅو د کنډوم د ټوټه کېدو او په تصادفي ډول اندام ته د منی د خوشې کیدو مخه ونیسي، چې دا ممکن هر وخت ترسره کول ستونزمن وي.
او همدا شان د وروستي خوند اخیستلو مخه هم نیسي. او همدا شان د کنډوم ناسم لرې کول او یا پرې کېدل، ممکن د غیر ارادي حمل لامل هم شي. ملګرو د نورو معلوماتو لپاره زموږ پاڼه خپله هم لایک کړئ او ملګرو ته یې هم ولېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *