دمخ ته د جوارو د اوړو تازه او حيرانونکې ګټې وپيژندل شوي
د جوارو وړه (جواري) چې په انګریزي کې ورته Corn Flour وايي، د مخ پوستکی تازه او نرموي.
د جوارو وړه پروتین لري او نه پریږدي، چې د مخ پوستکی زوړ او ګونځې ګونځې شي. په جواري کې د ای ویټامین وجود لري، چې ورسره د مخ داغونه، رټې، او د لمر له امله رامنځ ته شوې نښې ټولې له منځه ځي.
د جوارو په وړو کې شته منرالونه او امینو اسیدونه پوستکی تازه او نرم ساتي. په یادو وړو کې د E ویټامین هم وجود لري، چې ورسره د مخ سره خاپونه ختمیږي. د جوارو وړه همدارنګه د مخ چټلي له منځ وړي او مخ تازه او سپینوي.
په جواري کې د بي ۱ او بي ۲ ویټامینونه دي، چې ورسره د مخ پوستکی صحتمند او ژر نه زړیږي.