کوروالى کول دغه څو ناروغى عاجل له منځه وړي او
له مېرمني سره جن سي اړیکه نیول نه یوازي دا چي د نسل زیاتېدو وسیله ده، بلکي له خوند اخستلو سره، سره د یو شمېر ناروغیو مخنیوی هم کوي.نن به دلته د کوروالي یا له مېرمني سره د جن سي اړیکي نیولو پر څلورو هغو ګټو و ږغېږو چي، څلور ناروغۍ له منځه وړي
یو: جن سي اړیکه نیمسری له منځه وړيځیني کسان د سر درد چي یو ډول ئې نیمسری دی لري، خو جن سي اړیکه ئې له منځه وړي، هغه کسان چي نیمسری ولري، باید له مېرمنو سره له ج نسي اړیکو څخه ډډه ونه کړي، بلکي همدا ئې لار ده چي نیمسری له منځه ځي.د کوروالي پر مهال بدن د اندورفین په نوم هرمون راباسي او دا د درد له ځای سره مستقیمه اړیکه لري او د درد په کمولو کي مهم رول لري.
که دا هرمون کم یا ټيټ سي نو درد را منځ ته کېږي او کله چي پورته سي د درد کچه ورسره کمېږي او په پایله کي سر درد له منځه وړل کېږي.دوه: جن سي اړیکه د پروسټاټ سرطان مخینوی کويڅېړنو کي څرګنده سوې چي، په منظمه توګه کوروالی له سړي سره مرسته کوي چي له دې ناروغۍ څخه وژغورل سي او که څوک په اخته وي کچه ئې راکموي
یوې تازه څېړني کي راغلي چي، په منظمه توګه کوروالی د هغو کسانو چي عمرونه ئې له پنځوسو کلونو ډېر وي مرسته کوي چي، د دې سرطان مخه ونیسي .درې: جن سي اړیکه لوړ فشار له منځه وړي
په تازه څېړنو کي راغلي چي، ج نسي اړیکه د فشار په کنټرول او را کښته کولو کي پوره ونډه لري.د څېړنو له مخي، د فشار د کنټرول په برخه کي د بل هر درمل په پرتله کوروالی ډېر اغېزناک او ګټور دی.څېړنو کي راغلي چي، کوروالی کولای سي، رواني فشار راکم کړي او دا بیا پر خپل وار د ویني لوړ فشار راکمولای سي.څلور: ج نسي اړیکه د زړه ناروغي له منځه وړي
که غواړئ چي، د زړه له حملې ځان وژغورئ او یا مو د زړه ټکان ښه سي، کوروالی دا چاره په ښه توګه تر سره کولای سي.امریکايي مجله American Journal Of Cardiology لیکي :هغه کسان چي په اوونۍ کي دوه ځله کوروالی کوي، د هغوی په پرتله چي دا کار نه کوي په کمه اندازه د زړه په ناروغۍ اخته کېږي.