د رومیانو روب مخ او ویښتان ځلادار کوي او
د رومیانو روب چې تر ډيره په خوراکي موادو کې استعمالیږي، یو شمیر روعتیايي ګټې هم لري.
دا روب پوستکی ځوان او ویښتان جلاداره ساتي.
د رومیانو روب د لایسوپین په نوم ماده لري، چې د لمر د وړانګو په ضد عمل کوي. یاده ماده د پوستکي هغه برخه رغوي، چې د لمر له امله سوځیدلې وي.
د رومیانو روب د A, C, K , ویټامینونه لري، چې د جلد په نرم ساتلو کې مهم رول لري.
د رومیانو روب که په مخ ووهل شي او ۱۵ دقیقي پریښودل شي او بیا په یخو اوبو ووینځل شي؛ مخ تازه او ښکلی کوي.
د رومیانو روب همدارنګه د ویښتانود جلا لپاره غوره مواد دي. که د رومیانو روب د ۵ دقیقو لپاره په ویښتانو ووهل شي او بیا په ښه شامپو پریمنځل شي، ویښتان تر ډيره جلاداره کوي.