دژاولو ژوولو يوه مهمه ګټه ښکاره شوه
ژوالې ژوول چې ځينې خلک يې په افغاني ټولنه کې د ښځو عادت بولي، زیاتې ګټې لري.
دلته یواځې د څو مهمو ګټو یادونه کوو:
۱ـ ژوالې ژوول حافظه قوي کوي او توجه زیاتوي. څیړنې ښيي، چې ژوالي ژول مغزي حجرو ته له ۲۵ – ۴۰ سلنه پورې د وینې او اکسیجن جریان زیاتوي، چې په پایله کې حافظه قوي کیږي او انسان باتوجه او تیز ذهنه جوړیږي.
۲ـ هغه خلک چې ژاولې ژوويي، تر هغو چې ژاولي نه ژويي ویښ او بیدار وي او د بهرني عامل په وړاندې غبرګون ته تیار وي.
۳ـ که خوب درځي او غواړئ، چې خوب مو وتښتي؛ نو ژوالې ژوول بکل تاسې سره مرسته کوي، چې خوب مو وتښتوي.
۴ـ ژاولې ژول د روحي فشار او خپګان مخنیوي کوي.
۵ـ ژاولې ژول غاښونه روغ ساتي. مطالعاتو ښوودلي چې که له ډوډۍ وروسته د ۲۰ دقیقو لپاره ژاولي ووژل شي، غاښونه پاک او روغ پاتې کیږي. په یاد ولرئ، چې شوګر یا بوره نه درلودنکي ژوالې وژووئ.
۶ـ ژاولې ژوول د زړه د سوځیدو مخه نیسي.