ښځې څنګه خپل میاشتني دردونه ارام کړي؟
ماهانه یا میاشتنې دردونه (د حیض درد) په بالغو نجونو او میرمنو کې یوه عامه پدیده ده. په دوې کې د ډیرو هغوی دردونه يې ډیر شدید وي.
خو انجونې څنګه کولای شي، دا دردونه ارام کړي؟
۱ـ تمرین: که د دوراني درد څخه زوریږئ، نو تمرین وکړئ. ضرور نه ده، چې تاسې سخت تمرین وکړئ: قدم ووهئ، په خونه کې ګډا وکړئ او ورته نور ساده حرکات کولای شئ، ماهانه دردونه ارام کړي.
۲ـ ګرم وساتئ. خپله خیټه او شاوخوا ګرم وساتئ. یو څه ګرم کړئ او خپل خیټه پرې وتبئ. یا یو پلاستیکي بوتل د ګرمو اوبو څخه ډک کړئ او خپله خیټه او شاوخوا پرې ګرمه کړئ.
۳ـ ګرم چای وڅښئ. ډير چای څښل درد هم اراموي.
۴ـ ویټامین D او ویټامین B1 په پوره اندازه واخلئ. د D ویټامین ماهانه دردونه په پوره توګه کموي.
۵ـ ځان خلاصول یا انزال: دې سره د وینې جریان تیزیږي او درد ورسره ارامیږي او تاسې ته خوب هم درولي.
۶ـ مساج ورکول: په غوړیو سره مساج ورکول هم درد اراموي.
برسیره په دې ځینې نورې کورنۍ او روغتیايي لارې چارې هم وجود لري، چې ورسره ماهانه دردونه ارامیږي.