ليکنې

د کوروالى کولو پر مهال د ښځو شپږ تيروتنې

د نارينه او ښځينه جن سي ذوقونه مختلف دي، مختلفې تمې لري، په دې مسله کې ښځې تر ډېره کم معلومات لري، نو ځکه نه پوهېږي څه وکړي او څنګه د يو بل جنس ي تنده خړوبه کړي.
١-: روغتيايي ستونزې
که په اړيکو کې روغتيايي ستونزه شتون ولري، نو بايد سترګې ورباندې پټې نه شي او د حل لپاره یې د روغتيا پالانو څخه مرسته وغوښتل شي.
٢-: د جن سي اړيکې د پيل کولو تمه د مقابل طرف څخه
ډېری ښځې د مختلفو اندېښنو په بنسټ په تمه وي چې جن سي اړيکه یې خاوند پيل کړي، فکر کوي که دا د جن سي اړيکې د پيل کولو خواهش وکړي دا شرم دی، د دې سره به د خپل خاوند په سترګو کې ډېره شهوتي په نظر کې ورشي، يا ځان د دې غوښتنې سره ورته بداخلافه او ساده ښکاري، حال دا چې که خپله ښځه جن سي اړيکه پيل کړي نو د خاوند یې په ځان باور زياتېږي.
٣-: په خپل بدن نه باورځينې ښځې بيا په خپل بدن باور نه لري، په خپل وجود ډېرې مشغولې دي، خپل وجود یې يو ډول نه خوښېږي، له دې کبله د جن سي اړیکې په وخت کې غواړي چې تياره وي.
٤-: جن سي اړيکې د خپلې موخې لپاره کارول
ډېرې ښځې جن سي اړيکې د يوې وسلې په توګه کاروي، که یې غوښتنې ونه منل شي، نو خپل خاوند ته جزا ورکوي او د هغه څخه لرې کېږي، ښځې باید خپلې غوښتنې د ج نسي اړيکو سره ګډې نه کړي، که نه خاوند به يې د دې کار په تکرار سره په خپله ښځه بدنيتی شي او يا به یې ورڅخه زړه سوړ شي.
٥-: د خپلو جن سي اړيکو په هکله خبرې نه کول
ډېری جوړې د خپلو جن سي اړيکو په هکله خبرې نه کوي، په دې نه پوهېږي چې د خپل خاوند يا ښځې یې څه خوښېږي او څه یې نه خوښېږي، صرف ځينې اټکلونه لري، چې د ژوند دومره مهمه برخه بايد اټکلونو ته پرېنښودل شي.
٦-: د ‌جن سي اړيکو په وخت کې نورې خبرېډېری ښځې د جن سي اړيکو په وخت کې خپلې ځینې غوښتنې چې د جن سي اړيکو بهر وي، يادوي، يا نورې خبرې کوي، چې دا د مقابل طرف هغه جوش له منځه وړي، د جن سي‌ اړيکو په وخت کې بې ځايه خبرې کول نه دي پکار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *