د کب يا ماهي غوښه او حيرانوونکې ګټې يي - Mohllat                      

د کب يا ماهي غوښه او حيرانوونکې ګټې يي

هسې خو ماهي، ممپلي، پسته، کاجو، چارمغز، بادام او کافي د ژمی خوراک ګڼل کیږی، خو په ډېرو کورونو کې ماهیان د سړې هوا د راتګ نښه وي او د ژمي په راتګ سره د ماهيان استعمال پیلېږي، دا ډول خواړه نه یوازې بدن ګرموي، بلکې په دې کې موجود غذايي مواد بدن ته له ناروغیو سره د مبارزې توان ورکوي.
کله چې د رواني روغتیا او معافیت سیستم په اړه خبرې کېږي نو د ژمي موسم یو سخت موسم ګڼل کېږي؛ خو که تاسې ماهیان وخورئ نو د ژمي موسم به پرته له کوم مشکل درباندې تېر شي.
د زړه ساتنه کوي:
د زړه ناروغي د مړینې یو له مهمو لاملونو څخه دی او سړه هوا په زړه اضافي فشار راوړي، نو په اونۍ کې لږ تر لږه دوه ځله په اومیګا – تري بډایه ماهیان خوړل د ژور خپګان او د زړه پورې اړوند روغتیا خطرونه کموي لکه د وینې لوړ فشار، د زړه حمله او فلج.
د ویټامین ډي د کمښت مخه نیسي:
په ژمي کې د لمر وړانګې کمېږي او په دې ډول زیاتره خلک د ویټامین ډي له کمښت سره مخ کېږي؛ خو که په دې موسم کې ماهیان وخوړل شي نو بدن ترې ډېر ویټامین ډي جذبوي، ځکه چې ماهي اومیګا -تري شحمي اسیدونو ترڅنګ ویټامین ډي هم لري چې د رواني او د زړه روغتیا ته وده ورکوي.
سږي ښه ساتي:
سږي د ژمي په موسم کې د بدن تر ټولو زیانمنه کېدونکې برخه ده، ځکه چې د زکام، فلو او نورو تنفسي انتاناتو له خطر سره مخ کېږي او اومیګا-تري شحمي اسیدونه په سږو کې د هوا جریان په زیاتولو کې مرسته کوي، نو د ماهیانو خوړل له میکروبونو سره مبارزه کې مرسته کوي.
پوستکي ته ګټه رسوي:
سړه هوا پر پوستکي هم بده اغېزه کوي، که دا اغېز یا مستقیم وي یا غیر مستقیم؛ خو ماهي کولی شي چې د پوستکي په ساتنه کې د اومیګا -تري او اومیګا – سیکس شحمي اسیدونو په لرلو سره مرسته وکړي او د پوستکي د وچېدو مخه ونیسي.
په ماشومانو کې ساه لنډي کموي:
ساه لنډي یوه عامه ناروغي ده چې د وخت په تیریدو سره تنفسي نلونه پړسوي. د دې ناروغۍ خپریدل په تیرو څو لسیزو کې ډېر شوي او ماشومان په ژمي کې د سږو له ناروغیو سره ډېر مخ کېږي. د مطالعاتو له مخې، د ماهي منظم استعمال په ماشومانو کې د ساه لنډۍ خطر ۲۴ سلنه کموي.
د مفصلونو د درد په کمولو کې مرسته کوي:
زیاتره خلک د اوړي په پرتله په ژمي کې د مفصلونو دردونو لري، چې د دې لپاره باید په ژمي کې ماهیان وخوري، چې د اومیګا تري شحمي اسیدونه د التهاب په کمولو او د مفصلونو د درد په کمولو سره د مفصلونو د درد په درملنه کې مرسته کوي.
د ماهیانو غذایي مواد:
د ماهیانو خوړل د ځینو منرالونو لکه اوسپنه، زنک، پوتاشیم، مګنیزیم، کلسیم، نیاسین، سیلینیم او ویټامین ای، بي۱۲ او ډ د ترلاسه کولو لپاره یوه غوره سرچینه ده. همدغه ډول د پروټین یو تر ټولو بډایه سرچینه هم ده چې په ژمي کې یې خوړل دفاعي سیستم پیاوړی او مضبوط ساتي.
مهم شیان:
۱. دا په ځمکه کې یو له ډېرو صحي خواړو څخه دی.
۲. په دوبي کې د ماهیانو له خوړلو څخه ډډه وکړئ ځکه چې دا د اسهال او نورو روغتیایی ستونزو لامل کېدلی شي.
۳. که څه هم ټول ماهیان د پروټین غوره سرچینې دي، خو هغه ماهیان چې د اومیګا تري شحمي اسیدونو لري، د زړه، دماغ، سترګو او عمومي روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري.
۴. امیندواره یا شیدې ورکونکي میرمنې باید په اونۍ کې له اته څخه تر دولس اونس ماهیان وخوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *