اميدواره ميندې کوم خواړه خوړلاى شي اوکوم نه شي خوړلاى راځو اصلي موضوع ته چي - Mohllat                      

اميدواره ميندې کوم خواړه خوړلاى شي اوکوم نه شي خوړلاى راځو اصلي موضوع ته چي

یو روغ او سالم ماشوم د هرې مور او پلار هیله وي. خو د یو روغ او او صحتمند ماشوم زیږول، په سټه د یوې روغ مور څخه سرچینه اخلي.

په دې مقاله کې ځینې هغه خواړه چې میندې يې باید د امیداوارې په وخت کې وخوري، ذکر شوي او هغه څه هم پکې دې، چې میندې يې باید ورڅخه ډډه وکړې.

۱ـ امیداوره میندې باید ډول ډول خواړه وخوري تر څو د بدن هر ډول ضروري مواد پوره کړي. ډوډۍ، تازه میوه، سبزي، لبنیات او غوښه ټول باید په مناسبه اندازه وخوري.

۲ـ لوبیا، وریجې او نور تخمي خواړه د امیداواره میندو لپاره ګټور دي؛ ځکه چې په زیاته اندازه انرژي ورکوي.

۳ـ په زیاته اندازه اوبه او مایعات څښئ.

۴ـ ویټامینونه پوره کړئ.

۵ـ د امیدوارۍ پر مهال زیات کلسیم ته اړتیا لرئ. د کلسیم د پوره کولو لپاره زیات لبنیات (شیدې، ماستې، کوچ، پنیر او نور) استعمالوئ.

۶ـ اوسپنه لرونکي خواړه خورئ. لکه پالک، لوبیا او سریال.

۷ـ د ماشوم د دماغي قوت لپاره جوش شوي الوګان او لبینات وخورئ.

۸ـ د ویټامین سي د پوره کولو لپاره نارنج، ځمکی توت، ګلپي او شین مرچک وخورئ.

۹ـ ګازرې، کدو، خواږه الوګان، پالک، شلغم، بینډۍ او زردالو هم د امیدوارو میرمنو لپاره پوره ګټه لري، تر څو د A ویټامین پوره کړي.

 

څه باید ونه خوري؟!

۱ـ د الکولو له استعمال څخه ډډه وکړي.

۲ـ شګرین دې په هیڅ ډول نه کاروي. په ټوله کې د خوږو د استعمال څخه ډډه وکړي.

۳ـ د ماهي غوښې سره د پام وکړي. د شارک ماهي غوښه دې هیڅ نه خوري.

۴ـ شیده او پالک یو ځای ونه خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *