ميرمنې بايد دغه شپږ (۶) خواړه د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې ونه خوري ځکه چي - Mohllat                      

ميرمنې بايد دغه شپږ (۶) خواړه د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې ونه خوري ځکه چي

مياشتنۍ ناروغي، حيض او يا Menstruation هغه حالت يا ناروغي ده، چې په منځني ډول له ۱۲ کلنۍ څخه تر ۴۵ کلنۍ پورې ميرمنې په مياشت کې يو ځل ورسره مخ کيږي. د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې له رحم څخه وينه ځي او په منظم ډول هرې ۲۵ يا ۲۷ ورځې ورسته د پنځو يا شپږو ورځو په پار دغه ناروغي او حالت رامنځ ته کيږي.

 

مياشتنۍ ناروغي له بلوغ څخه پيل کيږي او بيا د عمر تر ۴۵ يا ۵۰ کلنۍ پورې دوام کوي. هغه ميرمنې چې د مياشتنۍ ناروغي په حالت کې وي، په فزيکي او ذهني ډول د ستړيا احساس کوي، چې د يو لړ کارونو له تر سره کولو او خوارکونو له خوړلو بايد ډډه وکړي.

 

په دې لېکنه کې هغه شپږ خواړه درته په ګوته کوو، چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې يې بايد له خوراک څخه ډډه وشي.

 

۱- سره يا غټه غوښه:

سره او غټه غوښه په ډېرې اندزې سره شحم لري. شحم عضلې سختوي او د نس درد پيدا کوي ځکه غټه غوښه په خپله درنده ده. نو هغه ميرمنې چې د مياشتنۍ ناروغۍ په حالت وي، له غټې غوښې څخه بايد ډډه وکړي. دوی کولی شي، چې د کب غوښه او يا هم پرته له پوستکي څخه د چرګو غوښه وخوري.

 

۲- دالکلو له څښاک ډډه:

ډاکټران او روغتياپالان جدي توصيه کوي، چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې بايد له الکلو او الکولي مشروبات له څښاک ډډه وشي. د حيض په دوره الکول د ناروغۍ فزيکي نښې بدلوي او فزيکي حالت بدتر کوي.

 

۳- لبنيات بايد ونه خوړل شي:

له لبنیاتو څخه موخه په خپله شېدي او له شېدو جوړ توکي لکه مستې، پنېر او نور دي. دغه ټول څېزونه غوړ لري او وړاندې مو وويل، چې غوړ او شحم د رحم عضلې سختوي او د مياشتنۍ وېنې په بهرکېدو کې ستونزې راپيدا کوي.

 

د ياونې وړ ده، چې په دې وخت کې که د غوا غواړي که وخوړل شي، نو ګټور دي. دا ځکه چې د غوا غواړي عضلې نرموي او د ويني د وتلو جريان اسانه کوي.

 

۴- مالګين خواړه:

هغه هورمون چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې تولېديږي، په وجود کې په ډېر شمېر سره مالګه ساتي. که د حيض په موده کې مالګين خواړه وخوړل شي، نو د وجود د مالګې سلنه ډېره پورته کيږي او په معده باندې فشار زياتيږي.

 

۵- مرچ او ترخه خواړه ګټور نه دي:

هر هغه خواړه چې په زياته اندازه مرچ او يا نور ترخه په کې اچول شوي وي، په مياشتنۍ ناروغۍ بد او منفي اغېز کوي. د مياشتنۍ ناروغۍ پ وخت کې د ترخو خواړو خوراک د راتلونکې ناروغي مخنيوي کوي، چې دا په خپله يوه غېرې طعبيي چاره ده. له دې پرته تېز مرچ او ترخه خواړه د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې د پوستکي د خارښت او سوروالي لامل هم کيږي.

 

۶- خواږه خواړه:

د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې د ويني د کلسټرول کچه ډېره او بې ترتيبه کيږي. د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې د ډېرۍ ميرمنو وجود خوله کوي، چې لامل يې په وينه کې د خواږو بې نظمي ده. بايد هڅه وشي، چې د حيض په دوره کې د خواږو څېزونو له خواړولو ډډه وشي.

 

يادونه: په بله لېکنه کې هغه خواړه درته په ګوته کوو، چې د حيض يا مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې يې خوړل ګټور او بايد وخوړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *