روغتيا

د حاملګۍ یا امېندوارۍ (٩) نښې

کله چې ښځه حامله شي  دغه لاندې نښې پکې ورو ورو راڅرګندیږي:
۱. د ښځې زړه راجګیږي (قی ورځي)
۲. ښځې ته ځان سست او ناروغه ښکاري او حیض یې بند شي
۳. دریمه میاشت یې لږ څه خیټه راپیدا شي
۴. پرڅلورمه او پنځمه میاشت ښځې د جنین په خوځښت پوهېږي
۵. د ښځې تیونه راغټیږي (شودې پکې راپیدا کیږي) او سرونه یې توروالی پیدا کوي
۶. ځینې وخت د ښځې دپښو رګونه پړسیږي
۷. ځینېمهال حاملې ښځې د زړه سوی شکایت پیداکوي
۸. ښځه ډیر ژر ژر ستړې کیږي
۹. د حامله توب په وروستیو وختونو کې حاملې ته تشې متیازې ډیرې او ژر ژر ورځي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *