ايرلېنډ بنګله ديش مات کړ او
خبريال: قسمت الله همت
د ایرلېنډ او بنګله دېش ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو پنځوس اوریزه وبو د لړۍ وروشتۍ لوبه د بنګله دېش په سیلهت کې ترسره شوه، چې په پیل کې ایرلېنډ د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې په ۲۸.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۱ منډې وکړې، لارکن ټوکر ۲۸ او کریټس کمفیر ۳۶ زیاتې منډې وکړې. بنګله دېش لوبډلې ته حسن محمود ۵، تسکین احمد ۳ او عبادت حسین ۲ ویکټې واخیستې.
بنګله دېش د ایرلېنډ له لورې د ۱۰۲ منډو اسانه هدف پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو په ۱۳.۱ اورونو کې پوره کړ او ایرلېنډ ته یې په ۱۰ ویکټو سترې ماتې سره ۲-۰ دغه لوبلړۍ وګټله.
د دوی له ډلې تیم اقبال ۴۱ او لتن داسن ۵۰ زیاتې منډې وکړې. حسن محمود د لوبې غوره لوبغاړی شو او مشفیق الرحیم د ۱۴۴ منډو په جوړولو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.