ايا خبر ياست ؟ د نس درد د پنځه نورو ناروغيو نښه هم وي لکه
کله چې له موږ څخه کوم څوک د خېټې درد حس کړي نو لومړنۍ مشوره چې ورکول کېږي، هغه د قهوې یا سوډا څښل دي. که په دې هم درد کم نه شي نو بېلابېل ډوله ګولۍ ورکول کېږي؛ خو په یاد ولرئ چې د خېټې درد همېشه د بدهضمي له امله نه وي، کله ناکله دغه درد د ځینو نورو جدي ناروغیو لومړنۍ نښه هم وي، چې نن یې په اړه درته معلومات درکړو.
۱: د زړه د حملې لومړنۍ نښه:
د زړه ناروغي یوه خطرناکه ناروغي ګڼل کیږي او له امله یې د زړه د حملې خطر زیات وي، چې د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې د خېټې درد او بدهضمۍ احساس سره ورته دي او ځینې وختونه د زړه د حملې په صورت کې کانګې هم وي.
۲: د تریخي ډبرې:
تریخی یو کوچنی او ګرد غړی دی چې د انسان په بدن کې ځیګر ته نږدې موقعیت لري او دنده یې دا ده چې له ځیګر څخه انزایمونه راټولوي او په تدریجي ډول یې کولمو ته لېږدوس، ترڅو په غذا کې غوړ د هضم وړ کړي؛ خو کله ناکله د اضافي کولیسټرول له امله تیږي جوړېږي، چې د صفرا مخه نیسي او سخت درد پیدا کوي.
۳: د ځيګر خرابوالی
ځیګر د انسان په بدن کې یو مهم غړی دی او دنده یې د هاضمي انزایمونو توزیع کول دي، چې نه یوازې خواړه هضموي بلکې د وینې ترټولو مهمې حجرو په جوړولو کې هم مهم رول لوبوي خو ځینې وختونه د ځیګر انفیکشن دغه فعالیت اغیزمنوي او د سختیدو لامل کیږي، چې درد هم ورسره پیدا کېږي.
۴: د وینې فشار:
په دواړو حالتونو کې که د وینې فشار ډېر ټیټ وي یا ډېر لوړ وي په زړه باندې فشار راوړي چې د سر درد لامل کېږي او د سر درد له امله د خېټې درد هم پیدا کېږي، چې دا د خېټې درد نه وي بلکې هغه فشار وي چې پر زړه راغلی وي.
۵: د پښتورګو تیږې یا انتان:
پښتورګي د انسان د بدن د فلټریشن مهم غړی دی، خو کله ناکله د اوبو د کمښت له امله له ستونزو مخ کېږي او یا هم په کې تیږې جوړېږي، چې له امله یې د ادرار په جریان اغېزه کېږي او په مثانه کې جمع کېږي او د درد لامل کېږي.
د یادولو وړ ده چې د خېټې د پرلپسې درد په حالت کې د کورنۍ درملنې او لارښوونو پرځای غوره ده چې له یوه متخصص ډاکټر سره مشوره وشي او له راتلونکو ستونزو څخه ځان وژغورو.