جالب حيرانونکي

یوه۲۳کلن پاکستاني له ۶۵ کلنې انګرېزې سره واده کړی، خو ژړل يې ولې؟

یو ۲۳ کلن پاکستاني هلک د یوې ۶۵ کلنې انګریزې سره د مینې واده کړی دی او وايي، کله چې خبر شو چې ښځه يې په دې عمر کې هم پېغله ده، نو ډېر يې وژړل.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، ۲۴ کلن عبدالله د ګجرانواله اوسېدونکی دی، چې د موټرو د رنګمالۍ کار کوي او تر نهم پورې زده کړې يې کړې دي.

ښځه بیا ۶۵ کاله عمر لري، چې د چیک ريپبلک اوسېدونکې ده او له عبدالله سره يې د مینې واده کړی او دواړه بېرته چیک ریپبلک ته روان دي.

عبدالله له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې له ۶۵ کلنې د چیک اوسېدونکې سره يې په ټولنیزو رسنیو کې اړیکې پېدا شوې وې، چې لومړی دواړه ملګري شو او بیا وروسته پرې مین شو.

هغه وايي، چې کله له دې خبر شو چې ښځه يې په ۶۵ کلنۍ کې هم پېغله ده، نو ډېر يې وژړل.

د یوې پوښتنې په ځواب کې عبدالله له ځانه د ډېر عمر ښځې سره د واده په اړه وویل، چې غواړي په نړۍ کې د ټولو تېرو شویو مینانو ریکارډ مات کړي.

بلخوا ۶۵ کلنه ښځه هم ډېره خوشحاله ده او وايي چې د خاوند تر څنګ يې د هغه ټوله کورنۍ هم ډېره خوښه او د هغې ډېر قدر يې وکړو. دغه ښځه وايي چې له خپل خاوند سره یو ځای به بېرته خپل هېواد ته ستنه شي او هلته به ګډ ژوند پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *