راشد خان شاهین افریدي ته: د خوښۍ ژوند درته غواړم ته او مېرمن دې دواړه - Mohllat                      

راشد خان شاهین افریدي ته: د خوښۍ ژوند درته غواړم ته او مېرمن دې دواړه

د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه لوبغاړي شاهین افریدي نن د پخواني پاکستاني کرکټر شاهد افریدي له لور سره واده وکړ، ددوی د واده په مراسمو کې د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم کپتان او ځينې نورو لوبغاړو برخه اخيستې وه.

د افغانستان د کرکټ ټاپ ستوري راشد خان هم نوموړي ته د ټويټر له لارې د واده مبارکي ورکړې ده او هغه يې پخپل ګډ ژوند کې د بريا او خوښيو هيله کړې ده.

راشد خان پخپل پيغام کې ليکلي دي چې ژر به د شاهین افریدي دا خوښي د هغه سره ولمانځي او لاندې بيا یې خپل بيت ليکلی لکه د مار.

د یادونې وړ ده چې شاهين افریدي او راشد خان د يو بل سره ښې اړیکې لري، شاهین افریدي څه موده مخکې په يوه ويډيو کې ويلي و چې راشد خان یې د زړه سر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *