بواسير ناروغي درپيژنو نښې، لاملونه او درملنه يې داسې وکړى - Mohllat                      

بواسير ناروغي درپيژنو نښې، لاملونه او درملنه يې داسې وکړى

ډاکټر نېک محمد ويال

بواسير چې جمع يې باسور لېکل کيږي او په انګليسي کې ورته هِموروئید Hemorrhoid يا piles وايي، هغه ناروغي ده، چې د اطراحيه سېسټم د مقعد د برخې وريدي رګونه پړسيږي او د اطراحيه مواد په اطراح کې ستونزې رامنځ ته کوي.

د بواسير د ناروغۍ له امله ډېری خلک د شرم احساس کوي او تر هغې د خپلې ناروغۍ په اړه څه نه وايي او نه يې هم د درملنې په لټه کې کيږي، ترڅو چې دغه ناروغي سخته او شديده شوې نه وي.

۲- د بواسير ډولونه:
د بواسير ناروغي په دوه ډوله ده، چې ورته دننه او بهر بواسير وايي.
– د بواسير داخلي ناروغي Internal hemorrhoids: که چېرې د بواسير ناروغي داخلي وي، نو د مقعد دننه برخې رګونه پړسيږي او درد د بهرني بواسير په پرتله کم وي. د داخلي بواسير په وخت کې د مقعد له د ننه څخه وينه بهيږي او د جامدو اطراحيه مواد رنګ عادي وي خو په وينه ککړ وي.

– د بواسير خارجي ناروغي External hemorrhoids: که چېرې د بواسير ناروغي بهرنۍ يا خراجي وي، نو د مقعد د بهرنۍ برخې رګونه پړسيږي، سخت درد کوي او په منظم ډول دوه يا درې ورځې وروسته يې درد شديد کيږي.

۳- د بواسير ناروغۍ نښې – نښانې:
که څه هم د بواسير نښې – نښانې د ناروغۍ په ډول پورې تړاو لري، خو په عمومي ډول بواسير لاندې نښې – نښانې لري.
– د اطراح په وخت کې د مقعد خارښت او درد
– د مقعد په شااخوا کې پړسوب او خارښت
– د غټو کولمو د حرکت په وخت کې په نس کې درد
– د اطراحيه موادو د اطراح په ترڅ کې او له اطراح وروسته وينه

۴- د بواسير ناروغۍ لاملونه:
– د قبضيت په وخت کې او يا پرته له قبضيت څخه، د اطراح په وخت فشار، راوړل، زور وهل او په زور سره د جامدو اطراحيه موادو خارجول.

– د زيات او اوږد وخت لپاره په تشناب کې کېنستل. ځيني خلک تشناب کې د اطراح پر وخت سګرېټ څکوي او يا هم په موبايل کې بوخت کيږي، چې د دوی له پاملرنې پرته يې ډېر وخت تيريږي او د بواسير لامل کيږي.

– د ځمکني يا ټېټ کاموډ څخه ګټه اخېستل، چې په کولمو باندې فشار راوړي او د بواسير لامل کيږي.

– د بواسير ناروغي شونې ده، چې په ارثي ډول هم ولېږدول شي. که په کورنۍ کې پخوا يو چا د بواسير ناروغي درلوده، نو شونې ده چې د کورنۍ نور غړي هم پرې اخته شي.

۵- د بواسير ناروغۍ درملنه:
د بواسير ناروغۍ د ناروغۍ په ډول پورې تړلې ده. لومړی بايد دا تشخيص شي، چې بواسير ناروغي داخلي ده او که خارجي او همدا ډول د بواسير د ناروغۍ شديد والی بايد څرکند شي.
– تودې او پاکې اوبه: تشناب ته له تلو وروسته مقعد بايد په پاکو او تودو اوبو ومېنځل شي.

– له صابون څخه بايد ډډه وشي: په تشناب کې د ضرورت له رفعه کولو وروسته او همد ډول د حمام کولو په وخت کې د مقعد په برخه کې او په ځانګړي ډول د مقعد دننه د صابون له کارولو بايد ډډه وشي.

– تيز او تريخه خواړه: تريخه او مرچ لرونکي خواړه هم د بواسير په منځ ته راتګ او د مقعد د زخم کېدو لامل کيږي. د زيات مرچي لرونکو خواړو له خوړولو بايد ډډه وشي.

– د بواسير ناروغي لپاره توصيه کېدونکي کريمونه دي له اطراح وړاندې په مقعد او شااخوا برخه ومښل شي، تر ۱۵ يا شلو دقيقو لپاره دې پرېښودل شي، ترڅو مقعد نرم شي.

– له اطراح وروسته د مقعد د پاکولو په موخه دې له نرم او پاک تشناب کاغذ څخه ګټه واخېستل شي. د خاروو تېږو او نور شيانو په وسيله دې د مقعد له پاکولو جدي ډډه وشي.

– په يو لوی لوښي کې دې sitz bath تر سره شي يا په يو لوښي کې دې Sizt واچول شي، د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقيقو پوري دې ناروغ کس په کې کېني.

– غوره دا ده، چې د بواسير د نښو په څرګندېدو سره پرته له دې د شرم احساس وشي، ناروغ کس بايد ډاکټر ته لاړ شي او د ډاکټر د توصيې اړوند درمل وخوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *