پوهېږئ فاروقي ترڅوم ټولګي پورې ښوونځی لوستی؟ خپله وايي
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تکړه لوبغاړی فضل الحق فاروقي هم د نورو افغان لوبغاړو په څېر د ژوند یوه ډیره متفاوته کيسه لري، ډېری افغان لوبغاړي په نورمال ډول ملي لوبډلې ته نه دي رسېدلي بلکې په ډېرو کړاوونو باندې دغه مقام ته رسېدلي دي د کريم جنت څخه بغير.
فضل الحق فاروقي هم د ژوند یوه داسې کيسه لري، وايي چې کورنۍ کې یې تشویق نه و، ټولو ورته ويل چې خپل درسونه وايه کرکټ څه کوې، مګر کله چې ملي لوبډلې ته ورسید نو بيا هرڅه بدل شول.
فاروقي وايي چې د تعليم سره علاقه لري خو تر ۱۲ پورې یې ښوونځی ولوست وروسته پسې ملي ټيم ته ولاړ او په دې شکل اوس نو په دې حال کې دا امکان نلري چې پوهنتون ته ولاړ شي خو وايي نیت لري چې د ژوند په یوه برخه کې بلاخره لوړې زده کړې هم وکړي.