روغتيا

په خوب کې د پښو ترمنځ د بالښت اېښودلو پینځه حیرانونکې ګټې، په خاص ډول مېرمنې

که چېرې تل د خوب څخه د پاڅېدو سره سم د شا، اوږې او ورمېږ له دردونو څخه ناکراره ياست نو ددې وخت را رسیدلی دی چې د خپل ويده کېدو شکل بدل کړی او په دې هکله له ځینې نوښتونو څخه کار واخلئ. ډېر زيات کسان دا وايي چې د شپې له لوري د ويده کېدو په مهال پدې ساده تخنيک سره بريالي شوي چې هم راحت خوب وکړي او هم د شا له درد څخه خلاص شي.

د شپې د ويده کېدو په مهال يو بالښت واخلی، که په څنګ څملۍ نو دا بالښت د خپلو پښو ترمنځ کیږدئ او پدې شکل ويده شی، دا د يوه لوري ددې سبب کېږي چې ډېر آرامه خوب وکړی، د بدن توازون مو ساتل کېږي د بل لوري د ملا له درد څخه هم خلاصون درکوي.

که چېرې د شپې په څنګ ويده شی او پښو يا لېنګيو ترمنځ مو بالښت کېږدی نو ټوله شپه به مو ملا او کوناټي په سم طرف او خط اېښي وي پرته له بالښت ملا او او د ملا لاندينۍ برخه ( کوناټي ) دا ميل لري يو څه کت( لاندې خواته کاږه ) شي چې دا بيا د ملا د دردونو سبب کېږي.

د پورتنۍ تشريح وروسته به په لنډ ډول دا ووایو چې د پښو ترمنځ بالښت اېښودل مو د قد او درېدو( ولاړې) شکل سموي، د ښه او ژوب خوب سبب کېږي، سهار د پاڅېدو سره مو بدن ارام او ښه چارج شوی غوندې خپل فعالیت پيل کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *