روغتيا

د حمل پر مهال د غاښ ویستل ويستل څنګه دي؟ ډيره ضرورې ده چي

ډاکټر عزت الله سعادت
د حمل پر مهال د غاښونو ګیرچاپیره میکروبی پلک تجمع کوی او د پیریوډانټل یا د وری د امراضو سبب کیږی.

د وری امراض اکثره وخت د وری د پړسوب او د وری د التهاب سره یوځای لیدل کیږی.

د حمل پرمهال د هورمونونو د تغیر له وجی د عقلی غاښ او وریو التهابی حالت نسبت نورو وختونو ته زیات لیدل کیږی.

داچې مونږ په دې پوهیږو چې حمل د یوۍ امیدواری مور په ژوند کې یو خاص حالت دی نو ځکه یوه خاصه توجه هم باید په دغه حالت کې وکړی شی بلخصوص هغه مهال چې د غاښ ویستلو ضرورت وی.

مهمترینه نقطهدد حمل پرمهال دادهدچې جنین یا فیټس fetus ته نقصان پیښ نه شی.

د غاښونو ډاکټران او د خولی جراحان یا oral surgens اکثره وخت ددغاښونو ویستلو څخه د حمل پر مهال ممانعت کوی خو دا مفکوره سمه نه ده، ځکه د غاښ درد هغه نارحته کونکی حالت دی که تداوی نه شی نو یوه حامله مور به د سټریس او درد له وجې کیدای شی یا خپل حمل دلاسه ورکړی یعنی سقط یا abortion واقع شی او یا د مور د شدید ناراحتی، سټریس او تکلیف له وجی د جنین د سوی شکل یا malformation سبب شی.

که چرته یوه مور د حمل پرمهال د غاښ مسلسل او جاری درد لرونکی وی، نو د غاښ ویستل یو اړین او ضروری عمل دی.

هغه وخت چې یوه حامله مور د غاښ د درد په ثابت حالت کې قرار ولری، نو نسائ ډاکټره یا ګینیکالوجسټgynecologist هم د غاښ ویستل لازمی بولی.

د حمل پرمهال د غاښ ویستلو بهترین وخت دویم.ټرائیمیسټر second ttimester دی او که امکان وی چې په اول او دویم ټرائیمیسټر کې د غاښونو ویستنه وځنډیږی او بله عوضی تداوی په کار یوړل شی نو غوره به وی، چې عوضی تداوی په لمړی قدم کې کیموتراپی او په دویم قدم کې د غاښ د کانالونو د عصب تداوی یعنی RCT ده.

Trimesters in pregnancy د حمل د دوری ټرائیمیسټرونه

د حمل دوره په دری ټرائیمسټرونو ویشل شوی ده.

۱: لمړی ټرائیمیسټر یا first trimester

په لمړی ټرائیمیسټر کې د جنین اورګانونه جوړیږی یعنی organogenesis of fetus مرحله ده.

که په لمړی ټرائیمیسټر کې مور نارحته او د سټریس لاندی وی، نوپه دغه حالت کې به د جنین جوړیدنه یو سوی شکل یا د طبعی جوړښت څخه غیرنارمل شکل یا malformation غوره کړی.

۲: دویم ټرائیمیسټر

د حمل په دویم ټرائیمیسټر کې جنین یوازی نمو کوی، چې د حمل دویم ټرائیمیسټر یو محفوظه دوره ده چې د غاښونو ټول پروسیجرونه په کې اجراء کیدای شی.

۳: دریم ټرائیمیسټر

د حمل په دریم ټرائیمیسټر کې د وینی حجم زیاتیږی چې په دریم ټرائیمیسټر کې د یوی حاملی مور د ډیر وخت دپاره د غاښونو پرچوکی پاتیکیدنه د حاملی مور د ناراحتی سبب کیږی.

که چرته ناروغ په دریم ټرائیمیسټر کې د غاښ له درد څخه نارحته وی او د غاښ ویستل د ناروغ دپاره ضروری وی نو باید د دریم ټرائیمیسټر په لمړی میاشت وویستل شی.

Medication during pregnancy د حمل پرمهال د دوایانو استعمال

د درد ضد دوا Pain killers

د حمل پرمهال د درد ضد محفوظه دوا چې د حمل له پیل څخه تر پایه استطباب لری paracetamol یعنیacetaminophen ده، ایبوپروفین Ibuprofen د حمل له شروع څخه تر دوه دیرشمی اونی till 32 weeks پوری استعمالیدای شی.

که چرته درد سویر/severe حالت کې وی نو د نرکاټیکس له جملی څخه codeine محفوظ ترینه د درد ضد دوا ده.

Atibiotic used during pragnancyد مائیکروب ضد دوا د حمل پرمهال

د حمل پر مهال penicillin او cephalosporin توصیه کیږی مګر په دې شرط چې د پورته ذکرشو دوایانو سره ناروغ حساس نه وی، د مائیکروب ضد نوری دواګانی

Using anesthesia during pregnancy د حمل پرمهال د انستیزیا استعمال

لیډوکائین عموماً د موضعی انستیټیک ایجنټ په صفت استعمال لری، مګر هغه ناروغان چې د لیډوکین سره حساس وی له یو سلنه د زرق وړ ډایافین هیډرامین injectable %1 diphenhydramine څخه استفاده کوی شی چې ډاافین هیډرامین په A کټګری کې مګر د امریکائ په متحده ایالاتو کې د B کتګری لاندی کلاسفیکیسن شوی دی یعنی په حمل کې محفوظه دواده او په جنین کو ټیراټوجنیک تاثر نه لری.

د ایکس شعاوی د حمل پر مهالX-rays during pregnancy

که چرته د غاښ ویستلو پرمهال ایکسری ته ضرورت وی، باید د مریض د بدن علوی برخه د lead apron shield په مرسته کور شی.

مګر د غاښونو ایکسری چې 2MAقوت لری نو د شعاع ډوز ئ محغوظ دی او په امبریو یا embryo او جنین یا fetus د نمو په پروسه کې کوم ټیراټوجنیک تغیرات نه راولی مګر باید له احتیاطی تدابیرو څخه کار واخیستل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *