روغتيا

که غواړى د زيږون کټرول يا يي مخنيوى وکړى بايد

د زېږون د کنټرول یا مخنيوي څو ډوله لارې شته. لاندې به تاسې د یوې طبیعي او يو څو عامو لارو په اړه
وپوهېږئ
د ایستنې يا بهر كښنې طبيعي لار
په دې طریقې سره یو سړی خپل تناسلي اله د ښځي څخه بهر او د هغې د تناسلي الې څخه لرې باسي مخکې له دې چې دی انزال شي. دا طریقه تر نه طريقي ښه ده. مکر دا تل کار نه کوي ځيني وختونه یو سړی نشي کولی له دې مخکې چې انزال شي بهر يې وباسي. که څه هم چې يو سړی يې په وخت باندې وباسي، ځينې مايع چې سپرم لري له ده څخه مخکې له انزالېدلو کولی شي وڅڅېږي او د امیندوارۍ لامل وګرځي.
کاندم
د سړیو لپاره کانډم د نازک ربر څخه يوه نرۍ کوچنۍ کڅوړه ده چې سړی يې د جنسي اړيکې په وخت کې په خپل تناسلي اله اغوندي. ځکه چې د سړي مني په کڅوړه کې پاتې کېږي، سپرم نشي کولی د ښځې بدن ته ننوځي. کانډمي د امیندوارۍ څخه ښه خونديتوب وړاندي کوي. کانډمې هيڅ اړخيزه اغیزې نلري. کاندم باید کله چې د سړي تناسلي اله کلکه وي واچول شي، مگر مخکې له دې چې د ښځي تناسلي اله سره وموښلول شي.
د سړیو لپاره کانډم څنگه کارول کيږي؟ .
په پاکو لاسونو د کانډم سر کښېکاږئ او د کلکې تناسلي اله په سر يې واغوندي. ۲ کاندم ورغروئ په داسې حال کې چې سر يې کښېکاږلې ساتل شوي وي تر هغه چې دا ټوله تناسلي اله وپوښي. د کاندم په پای کې خوشې برخه به د سري سپرم ونيسي. که تاسو د سپرم د را وتلو په وخت کې د سپرم لپاره ځای نه پریږدئ، کاندم دېره شوني ده چې ماته شي. ٣. د سړي له انزالېدلو وروسته، دی باید د کانډم ژۍ ونيسي او خپله تناسلي اله د مهبل څخه وباسي. ۴ کاندم و باسی سپرم مه پریږدئ چې توی یا وڅخېږي. ۵ کانډم په تړلو سره بنده کړئ او د ماشومانو او حيواناتو څخه لرې يې په خپلو کې واچوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *