کریم جنت: په ځان مې ډېر کار وکړ خو اوس هم راڅخه خلک پوښتنه کوي چې - Mohllat                      

کریم جنت: په ځان مې ډېر کار وکړ خو اوس هم راڅخه خلک پوښتنه کوي چې

اوه کاله وروسته د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د يو داسې هېواد په وړاندې ماتې وخوړه چې د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب نلري او په دنيا کې يو له ضعيفو هېوادونو څخه حسابیږي. د راشد خان له لوري په افغان ټيم کې په یوه وار پینځه پخواني ميراثيان انډيوالان چې کلونه کلونه په ټيم کې و او هیڅ لاسته راوړنه یې نه درلوده بيا راوستل ددې سبب شول چې افغانستان دا شرمونکې ماته وخوري.

په دغه لوبو کې کریم جنت د پخوا په نسبت ښې لوبې وکړې، افغانانو هم هغه وستایه، کريم جنت دوه لوبې ښې وکړې خو تاريخچه یې برباد ده ځکه پخوا یې که شل لوبې کړې وي نو صرف په دوه لوبو کې ځلیدلی باقي په ټولو کې په دوه دریو او پينځو منډو اوټ شوی دی.

خو نوموړی وايي چې په دې موده کې چې په ملي ټيم کې نه و ډېر سخت کار یې په ځان وکړ او خپلې کمۍ یې تر ډېره اصلاح کړې دي. د کريم جنت مینوال هم وايي چې کريم جنت که په ځان کار وکړي نو ښه استعداد لري او ملي ټيم کې یې ځاي شته دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *