په ښځو کي د مياشتني عا دت ځنډېدل عوامل او
ښځو ته مياشتنی عادت په هرو ( ٢٨ ) ورځوکې يو ځل پېښېږي . کله ناکله ليدل شوي چې د ځينو نجونو مياشتنی عادت تر څو مياشتو پوري ځنډېږي .
په مياشتني عادت د ځنډ عوامل : دغه ځنډ بېلابېل عوامل لري ، لکه اُمېدواري ، ماشوم ته د شيدو ورکول او ځينې ناروغۍ ، لکه د وينو لږوالی ( کم خوني ) ، نری رنځ ، شکره او داسې نورې ناروغۍ .کله چې د ځينو نجونو مياشتنی عادت وځنډېږي ، هغوی شرمېږي او دغه حال پټوي ، په داسې حال کې چې هغوی بايد و نه شرمېږي ، ځکه د مياشتني عادت ځنډېدل نورې روغتيايي ستونځې پيداکوي .
يوه نجلۍ د خپل مياشتني عادت د ځنډېدو په هکله وايي : کله چې مې مياشتني عادت وځنډيږي پر مخ مې داغونه پيدا کيږي ، طبيعت مي ښه نه وي ، ډېره وينه راتلل او خواګرځی راته پيداکيږي . په مياشتني عادت کې ځنډ له دوو څخه نيولې بيا تر شپږو مياشتو پورې دوام کوي او ځينو نجونو ته تر ( ١٧ ) يا ( ١٨ ) کلنۍ پورې مياشتنی عادت نه راځي . په دغه حالت کې د نجونو له پاره تر ټولو لوی خطر دا دی چې که چېرې د حيض يا مياشتني عادت وينه په رحم کې پاتې شي او بهر ته لار و نه مومي ، نو په نتيجه کې دغه وينه سره غونډېږي او په رحم کې د تومور بڼه غوره کوي .
که چېرې په لومړي سرکې د دغه ډول تومور درملنه و نه شي وروسته درد کوي او جراحي عملياتو ته اړتيا پيداکيږي خو که دغه تومور نور هم پرمختګ وکړي کېدای شي چې په سرطان واوړي . په دې صورت کې بايد غونډ رحم له خپله ځايه ليري کړل شي . په مياشتني عادت کې ځنډ يوه روغتيايي ستونزه ده خو ځينې وخت له دې حالت څخه د خلکو د ناخبرۍ له کبله په کورنيو کې ګډوډي او تاوتريخوالی پيدا کيږي نو له همدې امله په دې باب د مور او پلار پوهه او خبرتيا ضروري ده .
نجوني او مېندې بايد پوه شي چې د مياشتني عادتونو ترمنځ ځنډ کېدای شي د څو مياشتو پورې وغځيږي . بايد ډېر پام وشي چې هرکله د کومې نجلۍ مياشتنی عادت تر ټاکلي مودې واوړي ، نو بايد خامخا ډاکتر ته ولاړ شئ ځکه دا يوه روغتيايي ستونزه ده او درملنه لري . د ډاکټر له مشورې سره سم دې خپل درمل وخوري او ددې تر څنګ دې هغه خواړه وخوري چې کالوري ، پروټين او وسپنه / آئرن ولري .
خو د دې لپاره چې د دغې ستونزې مخه ونيول شي ډاکټران وايي : دمياشتني عادت پر مهال نظافت ته پام کول ، پر خپل سر له درملنې ډډه کول ، د ډول ډول خوراکونو خوړل او په کال کې لږ تر لږه يو ځل ځان ډاکټر ته ورښکاره کول د نوموړې ستونزې په مخنيوي کې ګټور تمامېدای شي .