جالب حيرانونکي

يوې پاکستانۍ نجلۍ په دوه میاشتو کې 12 ودونه کړي اوس غواړي

په اسلام کې نارينه ته د ٤ ودونو اجازه ده، خو بيا هم تر ډېره خلک يو واده کوي، خو ځينو ځايونو کې بيا خلک له يو څخه ډېر ودونه هم کوي، خو يوې پاکستانۍ نجلۍ خو بيا حد کړى دى، د ١٨ کالو په عمر کې يې يوازې په ٢ مياشتو کې ١٢ ودونه کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، دغه نجلۍ چې ١٢ ځل يې واده کړى دى، هر مېړه سره يې يو يا دوه ورځې تېرې کړي او له هغې وروسته ورکه شوې ده، چې د خاوند ټول سره او سپين يې هم له ځان سره وړي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، دا نجلۍ چې ثنا، صنم او کشور نومونه په ځان ايښي، يوه ښايسته نجلۍ ده چې د يوې ډلې غړې ده او د خپل ښايست له امله يې ډېر ځوانان خېر ته کېنولي دي.

دې نجلۍ دا ټول ودونه د جولاى او اګست په مياشتو کې کړې دي او له هر خاوند سره د يوې يا دوه ورځو تېرولو وروسته يې ځان ورک کړى دى.

دې نجلۍ همدا راز جعلي مور و پلار او وروڼه او خويندې هم درلودې، په سرګودا کې له يو کس سره تر واده کولو وروسته دا نجلۍ په خپل طرف تللې او خاوند يې اوس په محکمو ګرځي.

د الله دته په نوم يو کس چې دې نجلۍ سره يې واده کړى و، وايي چې له واده مخکې يې ترې ٢٠٠ زره روپۍ وړې وې، همدا راز د واده په دويمه ورځ ترې د مور کره لاره او کله چې يې ورپسې وروسته زنګ وواهه، نو مور يې ورته وويل چې اوس نه درځي، او کله چې درتلله، بيا درته وايو.

الله دته وايي، چې وروسته خبر شوم چې دوه تولې طلا يې هم له ځان سره وړې ده او له هغه وروسته يې ښځه هېڅ معلومه نه شوه.

پوليس وايي، دوى د دغه نجلۍ په لټه کې دي چې له ١٢ کسانو سره يې واده کړى او اوس له ټولو څخه تللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *