لاهور د پاکستان سوپر ليګ اتله شوه او - Mohllat                      

لاهور د پاکستان سوپر ليګ اتله شوه او

د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) سياليو پايلوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان سوپر ليګ د ۲۰۲۳ کال اتلولي په خپل نامه کړه.

دا دويم ځل دی چې لاهور د دغه لیګ اتلولي ګټي.

لاهور د دتيري شپي لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورنو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۰ منډې وکړې او ملتان لوبډلې ته يې د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه. ملتان ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه يې يوازې د يوې منډې په توپير وبايلله.

د لاهور لپاره عبدالله شفيقي ۶۵، فخر زمان ۳۹ او ميرزا بېګ ۳۰ منډې وکړې خو لوبډلمشر شاهين شاه اپريدي په ۱۵ توپونو ناسوځېدلې چټکې ۴۴ منډې وکړې او د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي يې هم وسوځول چې له دې سره د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *