کریم جنت د پېښور په کوڅو کې کرکټ پيل کړ، وايي افغانستان
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی کریم جنت له ملي لوبو وروسته د پېښور کوڅو کرکټ ته بیا ورستون شو، هغه په یوه لوبه کې ۳۰۳ منډې ملګرتیا کړې، چې افغانان یې سخت غوسه کړي دي.
کریم جنت د پېښور په محلي او کوڅو کرکټ کې له خپل ملګري پاکستان کرکټر کاشف خان سره ۳۰۳ منډې ملګرتیا کړې او له کرکټ بورډ غوښتنه کوي چې په هغه دې بندیز ولګوي.
د معلوماتو له مخې، کريم جنت یوه ورځ وړاندې د پېښور په يوه کلب کې لوبه کوي، په داسې حال کې چې د هغه د کلب لوبغاړي د خښتو د بټیو مزدوران او عادي خلک دی، چې د هغه دغه کار زموږ ملي وقار ته زیان رسولی دی.
بله خوا افغان کرکټ ملي لوبډله په کابل کې د پاکستان سره د لوبلړۍ لپاره په تمریناتو بوخته ده، چې یو زیات شمېر لوبغاړي پکې ځای لري، که کریم جنت په لوبډله کې اعلانېږي نو هغه به په فوق العاده لوبغاړو کې وي.
هېره دې نه وي چې هر کرکټ بورډ د خپلو ملي لوبغاړو لپاره قوانین لري، چې له مخې یې محلي کرکټ نشي کولی او هند کرکټ بورډ خو ورته بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو اجازه هم نه ورکوي؛ خو د کریم جنت د محلي لوبو نه داسې ښکاري چې افغان کرکټ بورډ هیڅ قوانین نشته یاهم د کریم جنت په څېر لوبغاړي ترې استثناء دي.