دپاکستان ملې سرود ته د راشد خان لاس پر نامه ودريدل او دخلکو غبرګونونه
راشد خان د پاکستان سوپر لیگ پایلوبه کې د پاکستان ملي سرود ته په احترام ولاړ وو،
چي یاده موضوع په ټولنېزو رسنيو کې خورا ګرمه سوې ده.
تاسو د راشد خان دغه کړنه څنګه ارزوﺉ؟
يو ته پر خپل فيسبوک داسي ليکلې:
دا می اوريدلی وه چې ایفون لپاره خلکو بډوګی خرص کړل خو دا مې نه وه اوريدلی چې د آيفون لپاره خلک خپل وطن خرص کړ خو نن مې ولیدل.
بل تن دفيسوک کارکوونکى بيا داسي وايي:
دا اصول دي چې د چا کورني کرکټ کې لوبېږې، پیسې درکوي، عزت درکوي، سرمایه ګذاري درباندې کوي، په لوړه کچه د اوسېدو اطاق درکول کېږي، ځانګړې الوتکې درته چارتر کېږي، سیالبین دې په وجود او بینرونو عکسونه جوړوي، نو ته به یې ارزښتونو، ملي ګټو مشرانو او کشرانو ته درناوی کوې، راشد یو لوبغاړی دی او د پردي لیګ کې لوبېږي، مینه او درناوی ورکول کېږي نو باید د هغوی د ارزښتونو احترام هم وکړي، کنه تاسو د افغانستان شپږېزه لیګ ویډیو ګانې او د ای، پې ایل لوبې وګورئ چې پاکستاني لوبغاړي زموږ سرود ته په څومره درناوي ولاړ وو!
هسې د ځان نه د وچې شنوونکي مه جوړوئ