افغان ١٩کلنو بنګله دېش لوبډله په ۷۵ منډو له ډګره بهر کړه او
د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د یوې په زړه پورې توپ اچونې په پایله کې د بنګله دېش نولس کلنه کم عمره لوبډله یوازې په ۷۴ منډو له ډګره بهر کړه. د افغانستان لپاره چپ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد ۴، چپ لاسي ورو توپ اچوونکي کامران هوتک ۳ او ښي لاسي چټک توپ اچوونکي خلیل احمد ۲ او یما عرب یوه وېکټ ترلاسه کړه.
افغان ستوري به د یاد هدف ترلاسه کولو په موخه څو شېبې وروسته خپله توپوهنه پیل کړي.