سياسي

افغانستان د پرمختګ پر لور نور له نړۍ سره

د رییس الو+زرا په مشرۍ د کا-بینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د جوزجان-اندخوی او هرات-روزنک تر منځ د اورګاډي پټلۍ د جوړولو چارې دې پیل شي.
دې غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ته دنده سپارل شوې،
چې له اقتصادي کمیسیون سره په ګډه د کابینې د ۲۶مې ګڼې مصوبې پر اساس د ګومارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او د کاري کیفیت په اړه څېړنې وکړي. دغه راز په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې
چې د نیمه کاره لوړپوړیزو ودانیو هغو مالکانو ته چې ځمکې یې تثبیت او د اداینې چارې یې بشپړې کړې وي، د کار اجازه ورکړي. د ځمکو هغه مالکان چې له جواز څخه يې ډېر پوړونه جوړ کړي په دې پرېکړې کې شامل نه دي.
غونډه کې د هېواد قلمرو ته د بهرنیو نقلیه وسایطو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تایید او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د اړوندو ارګانونو په مرسته يې پلې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *