روغتيا

که هره ورځ یو ګیلاس د ګازرو 🥕 اوبه وڅښئ ، نو روغتیا ته مو دغه ګټې رسوي !

🩺 په ګازرو کې په زياته اندازه انټي اوکسيدونه ، فيبر ، ويټامينونه او ډېر نور معدني مواد شته ، کولی شئ ګازر يوازې وخورئ کولی شئ جوس ترې جوړ کړئ ، که يې تر ماشين و باسئ وريجو کې هم خاص خوند لري .

🩺 ګازره د سترګو ليد او پوست ته خاصې ګټې لري .

🩺 د ګازرو جوس د وزن په کمولو او د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لري .

🩺 د ګازرو جوس زيات معدني مواد لري چې سترګو ته ګټور دي ، يو ګيلاس د ګازرو جوس که هره ورځ وڅښل شي ، د بدن ټول A ويټامين پوره ساتي ، دغه ويټامين د سترګو په روغتيا کې مهم رول لري .

🩺 ګازره د سترګو د نظر د کمیدو او نورو ناروغيو مخنيوی کوي ، پر دې سربېره ګازره په زياته اندازه لوټین او زيګزانټين لري چې سترګې له خطرناکو وړانګو ژغوري .

🩺 د ګازرو دويمه لويه ګټه داده چې د وجود دفاعي سېسټم پياوړی ساتي ، په ګازرو کې موجود A او C ويټامين د بدن سلولونه له آزادو راډيکالونو او نورو خطرونو ژغوري .

🩺 په ګازرو کې په زياته پيمانه B6 ويټامين هم شته . که يو ګيلاس د ګازرو جوس روزانه مصرف کړئ د بدن ۳۰٪ B6 ويټامين پوره کوي .

ډاکټر حنیف

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *