ليکنې

که روغ او ښکلی زوی غواړئ، نو ښځه او خاوند باید دغه ۷ خبرې حتمن عملي کړي!

هغه خوراکونه چې د اميدوارۍ په وخت کې يې د خوړلو توصيه کيږي، عبارت دي له تازه ميوې، ترکارۍ، ويټامين او پروټين لرونکي خواړ او نور. د طبپوهانو په باور که اميندواره ښځې پرله‌ پسې هغه خواړه چې زياته اوسپنه او پرېمانه وېټامين ولري وخوري ماشوم به يې سالم زېږي چې هيڅ ناروغې به نه لري او که ناروغ هم شي د بدن مقاومت به يې زيات وي.
د اميدواري په وخت غوره ده چې تر ډېره ازاد لباس واغوستل شي. ازاد لباس د مور او ماشوم دواړو لپاره روغتيايي دی. هغه لباس چې ډېر تنګ وي نو پرته له اميدوارۍ يې هم د نه اغوستلو توصيه کيږي، خو د اميدوارۍ په وخت بايد په جدي ډول ترې ډډه وشي.
همدا ډول هغه بوټان او يا څپلۍ چې جګ او لوړ پوندې ولري، بايد وانه غوستل شي، چې د وجود موازنه خرابه وي او همدا ډول د ښځې د لوېدلو (غورځېدلو)  امکان زيات وي.
هغه وخت چې ښځه او خاوند د ماشوم زېږولو په خاطر همبستره کېږي له وړاندې بايد دا هېر نه کړي چې خپل شرم ځايونه پاک او تشې مېتيازې خارج کړي، ځکه روغتیا پوهان په دې نظر دي چې زيات ميکروبونه له تشو مېتیازو او ناپاکيو سره د نارينه او ښځې فرج ته زيان رسوي.
همدارنګه ښځه او خاوند د سالم ماشوم پیدا کولو لپاره (جن + سي) اړیکه بايد د سهار پاڅېدلو په وخت کې ونیسي، ځکه په دې وخت کې رګونه تش او ټول هور مونونه ترشح شوي وي چې له امله اړيکه خوندوره او د دواړو پر بدن زور نه راځي او که ماشوم يې په نس شي تر ډېره به سالم وي.
د کورني تاوترېخوالي مخنېوی: په کور کې د ښځې او خاوند او همدا ډول د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ ستونزې، جګړې او تاوترېخوالي په عادي ډول هم د اندېښنو، تشويش او خپګان لامل کيږي، چې کورنۍ خوږ ژوند په تريخ او له اندېښنو په ډک ژوند بدلوي.
په نورو هېوادونو کې هغه ښځې چې اميندواره وي ځان خوښ ساتي او تر ډېره پارکونو، تفريح ځايونو ته ځي، همدارنګه وچه او تازه مېوه هر مهال خوري. هغه ښځې چې د امیندوارۍ پر مهال تازه مېوه خوري نه يوازې چې ماشوم يې سالم وي، بلکې له هغه سره سره ښکلی هم وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *