پاکستان سره لوبې نږدې شوې نو يو څو خبرې: چي ډيري مهمې دي هغه دا چي
زموږ خلک تل دا يوه خبره کوي چې له ټولې نړۍ دې يې وبايلو خو د پاکستان پهوړاندې بريا غواړو.
– دا وخت ترټولو ډېر د پاکستان پهوړاندې يوې تاريخي بريا ته چمتو يو؛ زمونږ لوبډله په ځوانو او بااستعداده لوبغاړو مالاماله ده، د ملي لوبډلې تقريبن نيم لوبغاړي پۀ بهترينه فوم کې دي.
• راشد خان لوبډلمشر دی او د تل پۀ څېر ليګونو کې ښۀ لوبېږي، تمه لرو چې ملي لوبډله کې هم بهترينه لوبې وکړي، اوسمهال د پاکستان ليګ کې ډېر ښۀ لوبېږي، يانې له فوم نۀ دی وتلی.
• ځوان توپوهونکی ابراهيم ځدراڼ هم غوره فوم کې دی، تېرو څو مياشتو کې يې د لوبډلې د توپوهنې ملا تړلې، تمه لرو چې د پاکستان پهوړاندې را روان مهم سيريز کې زموږ بېټنګ مضبوط وساتي.
• ځوان فسټ بالر فضلالحق فاروقي هم د پاکستان ليګ کې بیخي ښۀ ولوبېدۀ، تمه لرو چې همدا فوم ملي لوبډلې ته هم راوړي ځکه د بالینګ ټوله تکيه پۀ فضلالحق ده.
• ځوان او مستعد آلروندر عظمتالله عمرزي خو ټولو ته مالوم دی، بالینګ يې بيخي واه دی او بېټنګ کې هم ښۀ شوی د پياېساېل لوبو يې ټول ګورو، بالېنګ يې دیر مهم دی ځکه دی اوس وخت کې د افغانستان ملي لوبډله کې ترټولو تېز بالینګ کوي.
نور بيا…..