شين چای او پلى تګ مو له دغه ناروغيو ساتي لومړى دا چي
شين چای او پلى تګ – شين چاى چې په افغاني ټولنه کې چې يو رواج ګرځېدلى او هر افغان ورته د فرهنګ د يو دود او دستور په سترګه ګوري. په افغاني ټولنه کې خو ان د ورځې په اوږدو کې څو ځلي څښل کيږي خو ايا دا شين چاى ګټه لري کٙه زيان؟
شين چای مو د زړه له ناروغيو ساتي او دفاعي قوت مو زياتوي. دا او څو نورې طبي لارښوونې دلته لوستلائ شئ
په شين چای کې داسې مواد موجود دي چې انسان آراموي، د وينې فشار راکموي او د مدافعې له قوت سره مرسته کوي. شين چای ډير څه کولای شي. حتی شين چای د «آتروکليروسس» مخه هم نيسي. آتروکليروسس د رگونو پر ديوالونو د غوړو د ټوليدو له کبله د رگونو تنگيدو ته وايي. دا په لومړي سر کې هیڅ نخښې نه لري. خو کله چې دغه رگونه ډیر تنگ شي نو د زړه د حملې او د زړه د نورو ناروغيو باعث کيږي.
شين چای د «Epigallocatechin gallate» په نامه مواد لري چې په رگونو کې د غوړو د راټولېدو مخه نيسي.
د «هپيارين» په نوم د يوه درمل سره په گډه دغه مواد يو پروتين چې د وينې د شريانونو د بندیدو سبب گرځي، له منځه وړي.
آتروکليروسس د قلبي حملو او د فلجېدو تر ټولو لوی علت دی. د دې ناروغۍ په ترڅ کې رگونه د منگ نيولو له کبله تنگيږي او دا د زړه د سکتې خطر زياتوي. څيړونکي تمه لري چې د نويو څيړنو پايلې به یې د زړه د ناروغتيا د مخنيوي درمل په کشفولو کې مرسته وکړي . معنا دا چي شين چای روغتيا ته گټه رسوي.
څوک چې چټک پلي تگ کوي د زړه په مرض د اخته کيدو امکان یې کميږي. دا کافي ده چې سړی په ساعت کې پنځه يا اووه کيلومتره سرعت سره پلي وگرځي. دا د هغه څيړنې له پايلو څخه جوته شوې چې پکښې د ۵۰ زرو انسانانو د پلي تگ په اړه ارزونې شوي دي.
کارپوهانو دغه معلومات د ورو، منځنی او چټک قدم وهلو پر درو کتگوريو ويشلي او پر روغتيا یې د دې اغیز ارزولی وو. پايله یې داوه چې کوم انسانان چې تيز ی چټک او يا په منځنۍ اندازه چټک مزل کوي په هغوی کې د زړه د ناروغيو له کبله د مړيني خطر شل سلنه کم وي.
په تیره بيا د زيات عمر لرونکو له پاره چټک قدم وهل ډيره گټه لري: هغه زاړه انسانان چې چټک مزل یې کاو، د نورو په پرتله د زړه په ناروغيو د اخته کيدو خطر یې ۴۶ سلنه کم وو.
لکه څنګه چې پوهېږئ د وخت په تېرېدو د بدن په خاص ډول د زړه ناروغۍ زياتېږي نو پکار ده د شين چاى زيات کار واخيستل شي. د زړه سربېره د وزن کنترول، کلسترول او نورو ناروغيو لپاره ګټوره ده. او پلى تګ خو د ويلو لپاره څه نه لرو که غواړئ د مرګه مو د بدن غړي متحرک اوسي پلى تګ مه هېروئ.
ليکنه سرور محمدي