د ورځې يو موټی ممپلي خوړل د دوه خطرناکو ناروغيو مخنیوی کوي او شپږ حيرانونکې ګټې لري
د ممپليو خوند چهارمغزو ته ورنژدې دی او په داسې حال کې چې تر چهارمغزو ډېر زيات ارزانه دي خو په ګټو کې بيا ترې کم نه دي. ممپلي که چېرې په منظم ډول وخوړل شي په منظم ډول مطلب يو ورځ وروسته اونۍ کې دری ځله نو په بدن کې یې ګټې حتمي صورت مومي.
ممپلي پخپل وجود که داسې ګټور مواد لري لکه بيوتین، نياسين، فولاد، مګنیزیم او ویټامین اي. ممپلي په ټوله کې د زړه د ناروغيو او عصبي ناروغيو په وړاندې د وجود سيستمونه تقويت کوي او رغوي.
په ممپليو کې اوسپنه او کلسيم په کافي اندازه موندل کېږي چې دا د وينې په پوره کولو او د هډوکو په وده کې د پام وړ مرسته کوي. په ورځ کې يو تاک يا يو سپک موټی ممپلي خوړل کولای د وينې په پوره کولو د هډوکو په غښتلي کولو کې د پام وړ مرسته وکړي.
څېړونکي وايي ممپلي پخپل ځان کې نياسين لري، نياسين په مغزو کې ضعيف شوې يا د وخت په تېرېدو د عمر د زياتېدو سره له منځه تلو سره مخ شوې عصبي حجرې تقويه کوي او پدې شکل د حافظې د کمزوري کیدو مخه نيسي د انسان عقلانیت او سوچ غښتلی کوي.
د معدې د روغتيا لپاره هم ممپلي خوړل مفيد دي، په ممپليو کې پلی فنوليک شتون لري کوم چې د معدې د سرطان مخنیوی کوي او د سرطاني حجرو د زیاتېدو مانع کېږي.
ددې ترڅنګ په بادامو کې فوليک اسید شتون لري حامله مېرمنې یې راحت خوړلی شي ان روغتيا پالان وايي چې د ماشوم دعصبي ناروغيو خطر راکموي.
او وروستۍ ګټه به یې په دې ليکنه کې دا بيان کړو چې ممپلي قوي پروټين لري د ممپليو شيره خوړل انسان غښتلی او قوي ساتي عضلات یې سالم او تازه ساتي.