ليکنې

پام کوى؛ دغه (۲) لارې د ناکامۍ پر لور تللي دي: او تاسي به تل ددي کار سره

بې فکره عمل او بې عمله فکر، دا دواړه لارې د ناکامۍ پر لور تللي دي. ځینې کسان فکر کوي (یا مثبت فکر یا منفي) خو عمل نه کوي. ځینې بیا عمل کوي؛ خو فکر ورته نه کوي. راځئ په یوه بېلګه کې یې واضح کړو:
درې نفره د سیند پر غاړه ناست دي او ګوري چې ډېر خلک لګیا دي، په سیند کې لامبو وهي. دا یو نفر فکر کوي چې زه لامبو کولای شم؛ خو هسې نه ډوب شم، هسې نه خولې، پوزې او غوږونو کې مې اوبه لاړې شي… دا همداسې منفي فکرونه کوي او زړه کې یې وېره ورو په ورو غټېږي. دا نفر به هېڅکله ونه شي لامبلی، ځکه چې د ده داخلي وېره یې لامبو ته نه پرېږدي، حال دا چې ممکن ډېره ښه لامبو یې زده وي.
دویم نفر ته لامبو نه ده زده؛ خو وایي چې لامبو نو څه سخت کار دی؛ خو بس لاسونه او پښې ښوروه، نور هېڅ سختي پکې نه شته. دی چې کله اوبو ته ودانګي، ډوب یې کړي او نور خلک یې په داسې حال کې له سینده وباسي چې تقریباً بې هوښه شوی وي. اوس تاسو ووایئ چې دواړو کې کوم یو نفر ښه کار وکړ؟
په دې دوو نفرو کې یو هم سم کار ونه کړ. ځکه چې لومړي نفر مازې فکر کاوه چې لامبلی شم؛ خو وېره ورسره وه او عمل یې ونه کړ. دویم نفر ته لامبو نه وه زده او ډاریک یې ځان سیند ته وغورځاوه. یانې ده پرته له فکره چې زه به لامبو وکولای شم او که نه، له مخې عمل وکړ. مخکې مو وویل چې دا دواړه لارې د ناکامۍ پر لور تللي دي.
لومړي نفر ته چې لامبو یې زده وه؛ خو وېره ورسره وه، ده ته به د وخت په تېرېدو لامبو وهل یو ناشونی کار ښکاره شي. دویم نفر چې بې فکره عمل وکړ، دی به راتلونکي کې د ډار له لاسه سیند ته نږدې هم نه شي، ځکه چې دا بده پېښه به یې تل ذهن کې اوړي را اوړي.
اوس راځو درېیم نفر ته. درېیم نفر چې د سیند پر غاړه ناست و، هغه ځان سره فکر وکړ چې لامبو خو دومره سخته کار نه دی. دا څوک یې چې کوي، دا هم زموږ غوندې انسانان دي؛ خو دی د هغه دویم نفر غوندې سمدستي سیند ته ځان نه غورځوي، بلکې لومړی ځي او له هغو کسانو پوښتنه کوي چې سیند کې لامبي. دوی ته وایي چې تاسو دا لامبو لومړی چېرته او څه ډول زده کړه؟
هغوی ورته وایي چې موږ لومړی په حوض کې لامبو وهله، هلته لږې اوبه وې، موږ پکې ډوبېدلو نه، هلته مو تمرین وکړ او ورو ورو مو په ډېرو اوبو کې لامبو ووهله، بلاخره دومره تجربه مو حاصله کړه چې اوس سیند کې هم ډاډه زړه لامبو وهلی شو.
درېیم نفر همداسې وکړل، لومړی یې لامبو وهل زده کړل او بیا یې سیند ته ودانګل. اوس فکر وکړئ چې له دې درېواړو څخه چا ښه کار وکړ؟ پوهېږم ځواب به مو درېیم نفر وي. ځکه چې ده نه بې فکره عمل وکړ او نه بې عمله فکر، بلکې هم یې فکر وکړ، هم یې زده کړل او هم یې عمل وکړ.
دا بېلګه موږ د ژوند په هر اړخ باندي تطبیقولی شو. که یو نفر تجارت سره مینه لري؛ خو د تجارت په اړه نه پوهېږي، هغه ناکام او په تاوان کې دی. که یو نفر په تجارت پوهېږي؛ خو کوي یې نه، هغه هم ناکام دی. بریالی هغه څوک دی چي هم په تجارت پوه شي، هم له وړوکي تجارت څخه شروع وکړي او د وخت په تېرېدو او د تجربې په زیاتېدو لویو تجارتونو ته لاس واچوي. تاسو هم که ژوند کې هر قدم اخلئ، په ډېر فکر او پام سره یې اخلئ. مه بې فکره اقدام کوئ او مه بې اقدامه فکر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *