د کولمو د پاکولو او روغتيا لپاره طلايي طريقه، هر سهار يو ځل بايد
لویې کولمې یو اوږد ټیوب دی چې له کوچنيو کولمو څخه پیل کیږي، چې زموږ په خېټه کې د کولمو تر ټولو مستقیمه لار ده. همدغه راز دا له کوچنیو کولمو پراخه دي او د دې کولمو دنده له خېټې د هغه اوبو او مالګو جذبول دي چې د خوړو په توګه هضم شوي نه وي.
دا یو اوږده ټیوب دی او پاک ساتل یې زموږ په ښې روغتیا کې مهم رول لوبوي، ځکه چې په بدن کې د کوم غړي نیمګړتیا زموږ د ناروغۍ سبب کېږي، نو راځئ چې لاندې طریقې وکاروو.
د کولمو پاکولو ځینې اغیزمنې لارې:
د انسان لویې کولمې پنځه فوټه اوږدوالی لري، چې زموږ د روغتیا په ښه کولو کې مهم رول لوبوي. دا د خېټې یوه برخه ده چې په دې کې کوچنۍ کولمو، غذایي نل، خېټه او مقعد هم شامل دي. دا طبیعي پروسه ده چې غایطه مواد له بدنه باسي او زموږ په روغتیا کې اغېزمن رول لوبوي؛ نو اړینه ده چې باید پاکې وساتل شي.
ویټامین سي:
دا هغه ویټامین دی چې د بدن ډېرو برخو او غړو لپاره اړین وي. لکه څنګه چې دا ویټامین د پوستکي، ویښتو سربیره د هډوکو د پیاوړتیا لپاره هم مهم دی؛ نو په مرسته یې خپل هډوکي پیاوړي کولای شو. د دې لپاره باید پخپل خوراک کې ویټامین سي شامله کړو ترڅو روغ او صحت من واوسو.
مېوه او سبزیجات:
نشایسته د کولمو د پاکولو لپاره اړینه ده، چې کولای شو له مېوو او سبزیجاتو څخه یې ترلاسه کړو. مېوې او سبزیجات د عمومي روغتیا لپاره مهم دي او په مرسته یې له ډېرو ناروغیو څخه لیرې پاتې کېږو.
مګنیزیم:
مګنیزیم د کولمو روغتیا په ښه کولو کې مهم رول لوبوي او له شنو سبزیجاتو څخه ترلاسه کېږي. کله چې موږ پخپل رژیم کې مګنیزیم شامل کړو، نو صحتمند به پاتې شو.
فایبر:
فایبر د قبض څخه د خلاصون او د کولمو پاکولو لپاره مهم دي. د دې په مرسته موږ له ډېرو ستونزو څخه لرې پاتې کېږو. ځکه چې دا د روغتیا لپاره مهم وي او مڼه تر ټولو زیات فایبر لري او د مېوو په خوړلو سره په ښه اندازه فایبر ترلاسه کولای شئ.
اوبه:
اوبه د ژوند یوه مهمه اړتیا ده او له اوبو پرته د اوږدې مودې لپاره ژوند نشو کولای. له اوبو پرته موږ نه یوازې دا چې له قبضیت سره مخ کېږو، بلکې په ګڼو نورو ناروغیو هم اخته کېږو؛ نو ډېرې اوبه وڅښئ ترڅو د ډیهایډریشن مخه ونیسئ.
تمرین وکړئ:
هر هغه څوک چې په منظمه توګه تمرین یا ورزش کوي کولای شي سالم ژوند وکړي. موږ نه یوازې له تمرین یا ورزش سره عمومي روغتیا ته وده ورکوو، بلکې د کولمو روغتیا هم ښه کوي نو پخپل ژوند کې تمرین یا ورزش ته وخت ورکړئ او خپلې روغتیا ته وده ورکړئ.