دکرکيټ ملي لوبغاړي عظمت الله عمرزي کوژده چاسره او کله وکړه دى وايي چي
عظمت الله عمرزی د ۲۰۰۰م کال د مارچ په ۲۴مه زیږیدلی، چې نوموړي د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره خپله لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه او له هماغه وخت راهیسې ملي لوبډلې سره مل دی.
اوس تازه د افغانستان ملي لوبډلې دغه ځوان او تکړه الرونډر لوبغاړي عظمت الله عمرزي کوژده وکړه او په دې سره یې د ژوند د نوي باب دروازه پرانېسته.
عظما الله عمرزی د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل شوا او د ۲۰۱۸ په دسمبر کې ایمرجینګ لوبډلو آسیا جام لپاره د افغانستان د ۲۳ کلنو لوبډله کې شامل شوی و.