ولې ځینې کسان نه چاغیږي؟ اصلي خبره څه ده که چاغيدل غواړى نو
هغه کسان چې نه چاغیږي طبعي ده خو دغه کسان زیات کوشیش کوي چې چاغ شي یا خو چاغیږي نه که چاغ هم شي ډېر په کمه اندازه مونږ په دې لیکنه کې لارښونې درته کړي تعقیب یې کړئ مرسته درسره کولای شي
هغه کسان چې په طبیعي ډول ډنګر دي او نه چاغیدل یوه څېړنه وشوه دوي ته هر ډول خوراکونه ورکول شول چې له امله یې ۲۵% فیصده مثبته اغیزه درلوده
داچې ځینې کسان ولې چاغ نشول او ولې نه چاغیږي تشویش دې نه کوي دا ددوي مور یا پلار پورې اړه لري ممکن د دوي مور یا پلار ډنګر وي
یو کس هغه وخت زیات وزن اخیستلی شي چې مور یې د حمل په وخت کې ښه خوراکونه کړي وي
په ماشومتوب پورې هم اړه لري هغه کسان چې په ماشومتوب کې یې ښه خوراکونه کړي وي ددوي د چاغوالي هورمونونه زیات وي او بوڅه اندازه وزن اخلي او که چا د ماشومتوب دوران کې سم خوراک نه وي کړی د چاغیدو هرمونونه یې کم وي ډېر په مشکله وزن اخلي