له لاس نه جنسي ګټه اخیستل مو وژني او دغه (١٩) مرګونې زيانونو سره به لاس او
فساد، بربنډو انځورونو، فلمونو، د ټولنې ناروا کلتور او رواجونو د ټولنې یو ستره برخه له روحي کړکیچ سره مخ کړې ده. د نویو څېړنو له مخې د شرقي ټولنې ۹۵٪ ځوانان په استمناء «موټک» روږدي دي، هغه ځوانان چې یو وارې په دې ناروغۍ اخته شي بیا ترې ځان ساتل ستونزمنېږي. ډېری خلک له واده کولو وروسته هم له دې وژونکي کار څخه خپل ځان نه شي ژغورلی.ه
د دې کار له امله انسان خپل ځان له نورو سره یوځای وژني، لومړی خپل روح وژني او ورسره خپل سپرم له منځه وړي چې یو نسل په کې پروت دی، دغه ناوړه عمل په ټولو ابراهیمي دینونو کې ناروا بلل شوی دی. دغه ناوړه عمل ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. د ډېروالي مهم لامل یې د فحشا ډېرېدل دي، هره ورځ په ګڼو مجلو، ټیلویزونونو او اخبارونو کې د سوداګرۍ د خبرتیا په نامه بربنډ انځورونه خپرېږي چې له دې سره سره انټرنټ ته هر ځوان لاسرسی لري په اسانۍ سره فحشا ته مخ کوي او د خپلې شهواني غریزې د تر سره کولو لپاره له دې کاذب عمل څخه ګټه پورته کوي.
د دې عمل تر سره کوونکو ته د دې کار زیانونه ښکاري، له دې ښکاره زیانونو سره نور پټ اضرار هم شته چې کوونکو ته یې معلوم نه دي، موږ دلته د استمناء «موټک» له ښکاره او پټو اضراورو څخه برده پورته کوو:
1. انساني نمو له منځه وړي او د قد د لوړوالي مخه نیسي؛
2. د ملا درد او د ملا د هډوکي پوده کوي؛
3. سترگې کمزوری کوي؛
4. د ملا د هډوکو انعطافیت له منځه وړي او د ملا د هډوکو ماتېدو خطر ډېروي؛
5. د پروستات سرطان خطر زیاتوي؛
6. ادرار کې سوزش پیدا کوي؛
7. هغه خلک چې دا کار تر سره کوي د هغو اولاودنو کمزوري، تشویشي او نارمل انسانانو ته ورته نه وي؛
8. د انسان د ویني سپین کورویات له منځه وړي؛
9. د مخ پوستکی یې پخیږي چې له دې سره یې د مخ ښایست له منځه وړل کېږي؛
10. د انسان ذهني تمرکز له منځه وړي؛
11. د انسان وجود ستړی کوي، په عضلاتو یې درد وي؛
12. عصاب کمزوري کوي؛
13. د لاسونو ثابت پاتې کېدل له منځه ځي، لاس به یې لړزه لري؛
14. په غوږونو کې به تل شور وي؛
15. د ویختانو توېدل؛
16. د هډوکو تشوالی؛
17. د وینې له کمیدو سره مخ کېږي، «فقر الدم»؛
18. د هگو وړېدل؛
19. په کوروالي کې د انزال تېزي.
تر دې مخکې مو چې دا ناوړه عمل ووژني ترې ځان وژغورئ!