د تندي او مخ ګونځي او درملنه یې په دغه ډول سره ضروري وکړى ځکه چي
لمر ته زیات کیناستل ګرځیدل او یا هم په لمر کې کار کول په تندي او مخ کې ګونځي پیدا کوي باید له ۳۰ دقیقو څخه زیات د لمر وړانګو ته پاتې نشئ که ډېر ضرورت وو بیا له یو سپین دسمال څخه کار واخلئ
سګرټ څکول د ژر زړخت لپاره دروازې پرانیزي په تندي او مخ کې ګونځې پیدا کیدل د سګرټو څکولو کې هم پیدا کیږي سګرټ نه تنها په مخ او تندي کې ګونځي پیدا کوي بلکې د انسان بدن ته نور ستر تاوانونه هم لري کوشیش وکړئ ګې دغه ناوړه اعمال ژرترژره پریږدئ
هر انسان باید په ورځ کې ۸ ساعته خوب وکړي که چېرته تاسو په کافي اندازه خوب ونکړئ نو ستاسې بدن به په دې ونه توانیږي چې ستاسې په بدن کې مړې هجرې راژوندۍ کړي دغه سبب کیږي چې ستاسې په مخ او تندي کې ګونځې راپیدا شي
د زړو اوبو او نلونو ابو څخه ډډه وکړئ کوشیش وکړئ د څاه له تازه اوبو څخه کار واخلئ
مخ په هر قیسم بې کیفته موادو مه پریمنځئ په هغه صابون مخ مه پریمنځئ چې د مخ طبیعي غوړ له منځه وړي او د مخ وچولو په وخت کې له نرم دسمال څخه کار واخلئ د مخ په وچولو کې زیات فیشار مه راوړئ
که غواړی چې په تندي مو ګونځي پیدا نشي روزانه ورزش وکړئ اورزش سره څنګ کې ښه خوراک هم پکار دی مبایل کمپیوټر او کتاب ته له نږدې مه ګورئ