روغتيا

که هره ورځ دوه کېلې وخورئ، روغتیا ته مو دغه (۸) ګټې رسوي: او ان دا چي

۱. کيلې په زياته پيمانه مدني مواد لري، د کيلو ټول وټامين او مدني مواد په وړو کلمو کې جذبيږي او که د چا معده ستونزه ولري د کيلې خوراک مرسته کوي چې هم يې معده سمه شي او هم د هضم سېسټم نارمل ساتي.
۲. ذهني فشار او خپګان کنټرولوي. کېلې د (تريپتوفان) مادې په لرلو سره د خلکو د خوی په ښه والي کې مرسته کوي. دغه راز د خوشالي يو هورمون چې سروتونين نوميږي تقويه کوي.
۳. د وجود وټامينونه پوره کوي. کېلې په زياته پيمانه b6 ويټامين لري چې که روزانه دوې کېلې وخوړل شي، د بدن مقاومت زياتوي.
۴. کېلو کې موجود پوتاشيم عضلات پياوړي کوي، کاربوهايډرېټ هم لري چې د سخت ورزش او فزیکي کار لپاره د بدن مقاومت زياتوي او بدن ته کافي انرژي برابرولی شي.
۵. کېله په خپل جوړښت کې له پوټاشيمه پرته ويټامين ‌بي هم لري، ويټامين ‌بي د ذهن په پياوړتيا او تازه ساتلو کې لويه ونډه لري.
۶. د کېلو خوراک انسان د وينې د فشار له ناروغۍ ژغوري. هره کيله شاوخوا ۴۲۰ ملي ګرامه پوتاشیم لري او د وينې فشار نورمال ساتي.
۷. کيلې په زياته اندازه اوسپنه لري او په بدن کې د وينې کمښت کنټرولوي.
۸. که يو څوک هره ورځ کېله وخوري؛ نو هغه به د زړه له حملې خوندي وي او د سرطان د ناروغۍ شونتيا هم پکې کمېږي.
– که پر مخ مو د ځوانۍ له دانو په عذاب ياست، د کېلې د پوستکي په دننه خوا لږ شات واچوئ او پر مخ يې وموښئ.
– د کېلې پوستکي دننه خوا زيوارت، لوښي او غاښونه ښه پاکولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *