په دې کارونو سره، خاوند مو په خپل ځان باندې مئین کړئ او تل به
د ټولو ښځینه و خوښېږي، چې داسې کارونه ترسره کړي، چې له دوی سره د خاوند مینه او لېوالتیا یې زیاته شي.
له بده مرغه کله چې د اړیکې له خوندیتوب څخه خبره رامنځته کېږي، ټول افراد داسې فکر کوي، چې باید یو ستر کار ترسره کړي، خو داسې نه ده. ډېر زیات کوچني کارونه، چې ښځینه او نارینه ورته ارزښت نه ورکوي او ښایي تر نظره یېپه دې کارونو سره، خاوند مو په خپل ځان باندې مئین کړئ
مسخره ده، د مینې او لېوالتیا په ساتلو کې ډېر زیات اغېز لري.
په دې لیکنه کې د مېرمنو لپاره په دیارلس کوچنیو کارونو باندې رڼا اچول کېږي، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شي، خپل خاوند ته نارینه توب ورکړي.
۱ ـــ کله چې موټر چلوونه کوي، نو ویده شئ، ستاسو دا کار هغه ته د نارینه توب احساس ورکوي او ښکاره کوي، چې په هغه باندې اعتماد لرئ.
۲ ـــ هغه ته په ښکلو القابو سره غږ وکړئ، د نارینه و خوښېږي، چې هغوی ته د «زما ګران سړی او…..» د القابو په څېر غږ وشي.
۳ ـــ له هغه څخه مرسته وغواړئ، د کوکاکولا یا مربا بوټل د سرپوښ په خلاصولو کې، یا د توکو او وسایلو ځای پرځای کولو یا بل هر څیز، چې هغه وکولای شي، تاسو ته خپل ځواک دروښیي.
۴ ـــ مرسته وکړئ، ترڅو خپلې جامې واغوندي، د غاړې دستمال یې ور په غاړه کړئ، تڼۍ یې ور وټړئ او کرتۍ یا کوټ یې ور واغوندئ.
۵ ـــ هر کله چې په کور یا انګړ کې په کوم کار باندې بوخت دی، وې ګورئ او چک یې کړئ.