روغتيا

هغه تیروتنې چې له امله یې د سر ویښتان بې وخته توییږي: هغه دا چي بايد

هر څوک غواړي ښکلي او ښایسته ویښتان ولري، او بې وخته یې کوپړۍ له ویښتو خالي نه شي. خو زیاتره خلک په دې نه پوهیږي، چې څه ډول خپل ویښتان سالم وساتي. اکثره خلک له ویښتو سره داسې چلند کوي چې د رغولو پر ځای هره ورځ د خپلو ویښتانو روغتیا ته زیان رسوي. او همدا ددې لامل شي، چې بې وخته یې د سر ویښتان توی او کوپړۍ یې خالي شي.
دا تیروتنې چې له امله یې د سر ویښتان بې وخته توییږي:
بې کیفیته شامپوګانې کارول: زیاتره خلک د شامپو کیفیت ته پام نه کوي او هره شامپو چې په لاس ورشي نو سر پرې مینځي. تاسو باید له هغو شامپوګانو ګټه واخلئ چې زیات کیمیاوي مواد ونه لري، یعنې یو څه طبیعي او باکیفیته شامپوګانو باندې خپل ویښتان پرمینځئ.
د لمدو ویښتانو ږمنځول: زیاتره خلک د ځینو لاملونو او یا هم عادت له مخې لامده ویښتان ږمنځوي. د لمدو ویښتانو ږمنځول داسې دي، لکه تاسو چې خپل ویښته په لوی لاس له خپلې کوپړۍ د تل لپاره وباسئ. ځکه چې له دې کار سره مو د ویښتو بیخونو ته زیان رسیږي او ورو ورو یې تویدو ته لاره هواریږي. نو هیڅکله خپل ویښتان په لوند حالت کې مه ږمنځوئ.
هغه خواړه چې ډير پروټین لري په خپل خوراک کې یې شامل کړئ، لکه د غوښې، ماهي، لوبیا، وچه میوه او داسې نورو خوړو خوړل د ويښتو تویدل کمولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *