جالب حيرانونکي

نغمې خپل کيسه کوي او وايي زما د غوښتلو لپاره رشته راغلې وه چي کتل مي

نغمه چي اوس هم زيات شمير مينوال لري پاکستان کي دخيبر تلويزيون سره په يوه مرکه کي خپله جالبه خاطره بيانوي او وايي چي کله کندهار کي وم هغه وخت زه په ښونځى کي هم وم زما دغوښتلو لپاره ماته يوه رشته راغله هغه ښځي راته کينستلي چي زه يي کوم چاته غوښتلم دهغه مور لاس راباندي تير کړ او داسي يي وکتلم لکه هغه څوک چي څاروى ګوري ياهم پسونه يا غواګاني چي لاس په وهي چي چاغ دى کنه او دقرباني لپاره يي اخلي .
نغمه وايي زه يي همداسي وکتلم او ويل يي دا خو ډيره کمزوري ده.
دا وايي زه په دي خبره ډيره خفه شوم او ځان سره مي وويل چي دا زما ښايست ته يي يو ځل هم ونه کتل او زه يي په وزن اخيستلم .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *