دلوبي په مهال په پاکستان کي د راشد خان ټپي کيدل اصل حقيقت څه و ويل کيږي چي
راشد خان په پاکستان کې دلوبې په مهال ټپي شوی دی، د پاکستاني رسنيو د خبر په بنسټ راشد په توپ باندې په سر ولګیده او وروسته د ميدان څخه بهر شو.
د لاهور قلندرز او کراچۍ کينګز ترمنځ د روانې لوبې په مهال افغان لوبغاړی راشد خان په توپ باندې په سر د لګېدو وروسته د لوبې څخه بهر شو، پاکستاني رسنیو ویلي دي چې د راشد خان روغتيايي حالت اوس مهال ښه دی.
راشد خان په داسې حال کې د پاکستان کې ټپي کېږي چې د روانې مياشتې په وروستيو کې د افغانستان ملي ټيم د پاکستان سره په عربي متحده اماراتو کې دری شل اوریزې لوبې هم لري.